د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان اته هندي دیپلوماتان په جاسوسۍ تورن کړل


پاکستان ویلي دي چې هندي دیپلوماتان د پاکستاني طالبانو سره اړیکه لري او هڅه کوي چې د گاونډي هیواد افغانستان سره د پاکستان اړیکې خړې پړې کړي
پاکستان ویلي دي چې هندي دیپلوماتان د پاکستاني طالبانو سره اړیکه لري او هڅه کوي چې د گاونډي هیواد افغانستان سره د پاکستان اړیکې خړې پړې کړي

اسلام آباد اته هندي دیپلوماتان په پاکستان کې بې ثباتۍ ته په لمن وهلو او د یوې اقتصادي پروژې په گډوډولو تورن کړي، خو هند هغه بې اساسه ادعاوی گڼلې دي.

پاکستان په داسې حال کې دغه اته تنه هندي دیپلوماتان په جاسوسۍ او ترهگرۍ ملامتوي چې ددغو دواړو اتومي تاقت لرونکو سیالو گاونډیانو ترمنځ د کشمیر په لانجمنه پوله د ډزو او تاوتریخوالی په وجه کړکیچ زیات شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د هند د سفارت شپږ مامورین د نوي ډهلي د استخباراتي ادارې (راو) د تحلیل او څیړنې څانگې ته کار کوي او د دوی په وینا دوه تنه نور یې د استخباراتي ادارې غړي دي.

په غبرگون کې هند ویلي دي چې دوی "په بشپړه توگه دغه بې اساسه ادعاوی ردوي" چې د پاکستان له خوا د دوی د عالي کمیشنرۍ پر مامورینو لگول شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هند د تجارتي چارو کنسل راجیش کمار اگنیهوتري په اسلام آباد کې د هند د RAW د استخباراتي سازمان د امر په توگه نومل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اتو دیپلوماتانو نومونه یاد کړي او وایي چې دوی د پاکستان د سند او بلوچستان په ولایتونو کې بې ثباتي رامنځ ته کوي او د چین-پاکستان د ۴٦ میلیاردو ډالرو خورا مهمه اقتصادي پروژه سبوتاژ کوي. دغه پروژه د عرب بحیرې په غاړه د پاکستان ساحلي بندر د چین سره نښلوي.

پاکستان همداشان ویلي دي چې دغه کسان د پاکستاني طالبانو سره اړیکه لري او هڅه کوي چې د گاونډي هیواد افغانستان سره د پاکستان اړیکې خړې پړې کړي.

سمدستي دا نه ده څرگنده شوی چې دغه هندي دیپلوماتان به پاکستان له خپلې خاورې وباسي او که هند به یې بیرته هیواد ته وغواړي. هند ددغو دیپلوماتانو د نومونو او عکسونو افشا کول غندلي دي او پر پاکستان یې غږ کړی چې د هغوی امنیت تضمین کړي.

تیره اونۍ هند او پاکستان په خپلو هیوادونو کې د یو بل له سفارت څخه یو یو دیپلومات د جاسوسۍ په تور ایستلي وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې پاکستان خپل شپږ دیپلوماتان په هند کې وروسته له هغې بیرته هیواد ته وغوښتل چې د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې په جاسوسۍ تورن شوي وو.

XS
SM
MD
LG