د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: نقاب په جرمني ټولنه کې د ادغام مخنیوی کوي


په جرمني کې نژدې څلور میلیونه مسلمانان اوسیږي چې د ټولنې نژدې پنځه فیصده کیږي
په جرمني کې نژدې څلور میلیونه مسلمانان اوسیږي چې د ټولنې نژدې پنځه فیصده کیږي

د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل محافظه کاره گوند او متحدینو یې موافقه وکړه چې ښځې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې او همداشان د موټر چلولو پر وخت د نقاب یا مخ پټولو څخه منع کړای شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ديميزير د جمعې په ورځ وویل چې د جرمني واکمن مسیحي دموکرات اتحاد گوند دا ومنله چې ښځې باید په ښوونځیو، پوهنتونونو او د موټر چلولو پر وخت د نقاب اغوستلو څخه ډډه وکړي.

تیر کال د سوریې، عراق او افغانستان څخه شاوخوا یو میلیون مهاجر چې اکثریت یې مسلمانان دي جرمني ته تللي دي. په جرمني کې وروستیو بریدونو چې د دوو اسلامپالو او یو رواني ناروغ تنکي ځوان له لورې تر سره شول په ټولنه کې ویره او ډار رامنځته کړی دی.

د صدراعظمې انگلا مرکل د گوند او د هغې د بل محافظه کار متحد گوند د کورنیو چارو ایالتي وزیرانو په برلین کې د غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې د زیاتو پولیسو د استخدام او په عامه ځایونو کې د پراخې څارنې په گډون د سختو امنیتي تدابیرو غوښتنه کړې ده.

د یو شمیر جنجالي وړاندیزونو څخه یو یې پر نقاب، چادرۍ او مخ پټولو باندې بندیز دی. د جرمني د کورنیو چارو یو ایالتي وزیر لورنتس کافیر وایي، ټول بدن پټول په ټولنه کې د ادغام یا ورگډیدو مخنیوی کوي، موازي ټولنې هڅوي او ښځې د ټولنې ټیټ قشر معرفي کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ديميزير په یو خبري کنفرانس کې وویل "مونږ د ټول بدن پټول ردوو – نه یواځې بورقعه، بلکه د بشپړ نقاب نور ډولونه چې یواځې سترگې په کې ښکاري... دا کار زمونږ په ټولنه کې ځای نه لري".

د جرمني د کورنیو چارو محافظه کاره ایالتي وزیران غواړي چې ښځې د موټر چلولو، د مقاماتو سره د ثبت او راجستر کیدو، د پاسپورت د کنترول او مظاهرو پر وخت مخونه ښکاره کړي. دوی همداشان غواړي چې ملکي کارکوونکي، ښوونکي، د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکي، په محکمو کې قاضیان او شاهدان باید د نقاب له اغوستلو ډډه وکړي.

د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل د حکومت ایتلافي ملگري په دې موضوع اختلاف لري. د سوسیال دموکرات گوند په پراخه توگه د نقاب د بندولو له مسلې سره مخالف دی.

د سوسیال دموکرات گوند غړې د جرمني د کار او کارگرانو وزیره اندریا ناهلیس وایي دا کار کیدای شي په ټولنه کې د مهاجرینو د ادغام په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي. ددې گوند بل غړی او د عدلیې وزیر هایکو ماس وایي، بورقعه او امنیت جلا بحثونه دي.

په جرمني کې نژدې څلور میلیونه مسلمانان اوسیږي چې د ټولنې نژدې پنځه فیصده کیږي. داسې رسمي احصایه نشته چې څومره ښځې بورقعه استعمالوي، خو د جرمني د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمان مازیک وایي ډیرې کمې ښځې نقاب پر سر کوي.

یوه څیړنه چې په ٢٠٠٩ کال کې د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې ترسره کړې ښیي چې په جرمني کې د ټولو مسلمانو ښځو له دریو نه دوه برخې حتی ټکری هم نه پر سر کوي.

د اروپا په زیات شمیر هیوادونو کې د حجاب پر مسله په دې وروستیو کې بحثونه رامنځ ته شوي دي. په فرانسه کې چې د اروپا د نورو هیوادونو په پرتله په کې زیات شمیر مسلمانان اوسیږي – شاوخوا پنځه میلیونه – په ٢٠١٠ کال کې یې نقاب بند کړ او اوس اوس یې د بورکیني په نامه د لمبا یو ځانگړی لباس چې مسلمانې ښځې یې په ساحلونو کې کاروي هم بند کړ.

XS
SM
MD
LG