د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه اندېښنه لري


د نړیوالو مذهبي آزادیو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی وایې چې د نړۍ څلورمه برخه هېوادونه په یو ډول دیني مقدساتو ته د سپکاوي قوانین لري
د نړیوالو مذهبي آزادیو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی وایې چې د نړۍ څلورمه برخه هېوادونه په یو ډول دیني مقدساتو ته د سپکاوي قوانین لري

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي آزادیو په اړه خپل کلني راپور کې "دیني مقدساتو" ته د سپکاوي او "ارتداد" په اړه قوانین د یوې سترې نړیوالې اندیښنې په توګه یاد کړي دي.

دغه راپور په داسې حال کې خپریږي چې تاوتریخجن افراطیت د مذهبي آزادیو پر وړاندې په یو دوامدار ګواښ بدل شوی دی.

په راپور کې د ۲۰۰ هېوادونو مذهبي آزادیو ته په پام لیکل شوي چې څنګه خلک په ځېنو هېوادونو کې له مذهبي قواعدو څخه د انحراف له امله مجازات کیږي.

که څه هم چې په رپوار کې د افغانستان په تړاو ډیر جزئیات نه تر سترګو کیږي خو یوې برخې کې یې راغلي چې په افغانستان، پاکستان، ایران، چین، سعودي عربستان، سودان او موریتانیا کې خلک د خپلې عقیدې او مذهب له امله ځپل کیږي.

له سویلې آسیا څخه تر منځني ختیځ او افریقا پورې ترهګر د مذهب په نوم کرکجن اعمال ترسره کوي.

د داعش، بوکوحرام او نورو ترهګرو ډلو په څېر شبکې هغه کسان سملاسې وژني چې د اسلام له رادیکال تفسیر سره ځانونه عیار نه کړي. افراطې ډلې هڅه کوي چې خپل لیدلوري پر نورو وزغمي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، دیني مقدساتو د سپکاوي په تړاو قوانینو ته په اشارې وایي چې ځینې هېوادونه له خپلو اړوندو قوانینو څخه په استفادې له تاوتریخوالو سترګې پټوي.

د نړیوالو مذهبي آزادیو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی، دیوید ساپرستین، وایې: "د نړۍ څلورمه برخه هېوادونه په یو ډول دیني مقدساتو ته د سپکاوي قوانین لري داسې چې په هرو لسو هېوادونو کې یو هېواد خلکو ته د عقیدې د پرېښودو له وجې سزا ورکوي،"

ښاغلي ساپرستین په نړۍ کې د مذهبي آزادیو پر وړاندې خنډو ته په اشارې زیاته کړه: " دا یوه جدي ستونزه ده ځکه چې په قوانینو کې د مرګ سزا او نورې سختې سزاګانې ځای شوي دي."

د افغانستان په څېر، ددغه راپور د پاکستان برخه کې د متحده ایالتونو حکومت په پاکستان کې دیني مقدساتو ته د سپکاوي تورونو له ډیروالي اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې وخت نا وخت پکې د مذهبي آزادیو له امله شکایتونه موجود وي.

د داعش ظلم

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور دارنګه د داعش ډلې لخوا ځورونو، تاوتریخوالو او د مذهبي اقلیتونو ټولوژنې ته هم اشاره کړې ده.

واشنګټن د داعش جنګیالیو په لاس د عیسوي، شیعه او یزدي اقلیتونو ټولوژنه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG