د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان د ګوزڼ ضد واکسین ملاتړ کوي


په ننګرهار کې قومي مخور،دیني عالمان او پېژندل شوي اشخاص دپولیو مخنیوي لپاره خلکو سره مرسته کوي څو خپل ماشومان دواکسینو په هره دوره کې دپولیو ضد واکسین کړي.

دغه مخور دپولیو ناروغي یوه مرګونې ناروغي ګڼي او وایي چې له دې ناروغۍ نه دخپلو ماشومانو دساتنې یواځینۍ لار دواکسینو پلي کول دي.

دننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریس اورنګ صمیم وایي چې دوی دپولیو واکسینو دپلي کولو په برخه کې اړوندو ادارو سره همغږي دي او دفرهنګي کړیو له لارې دپولیو پرضد مبارزه پرمخ بیایي.

هغه له کورینو غواړي چې خپل ماشومان دپولیو واکسین کړي.

هغه وایي پولیو انسان وژونکې ناروغۍ ده او واکسین یې دخوندیتوب لاره ده.

"بالای فامیلها بخصوص والدین این صدا است که به واکسین نمودن اطفال خود خیلی جدی باشند واجازه نه دهند که اطفال ګل مانند اینها قربانی این مرض خطرناک شوند،این ان نوع واکسین است که والدین میتوانند حتی در حالت مریضی نیز طفل شان را واکسین کنند،همچنان اګر نوبت به نوبت نیز واکسین شوند هم مشکل نیست ومقاومت وجود انها در برابر این مرض مستحکم میګردد.)) "

دننګرهار پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول او ددې ولایت فرهنګي فعال محمد اصف شینواری وایي چې دوی په ښوونځیو کې ښوونکي او زده کوونکي تل ددې لپاره هڅوي چې خپلو کورنیو ته دپولیو واکسین ګټې ووایي او ماشومان په هره دوره کې واکسین کړي.

" دپولیو واکسین له پولیو نه دژغورنې بهترینه لار ده،اوس موږ دا کمپاینونه په ښوونځیو کې شروع کوو او بیا کور په کور واکسیناتوران ماشومانو ته واکسین لېږدوي،پوهنې ریاست دپولیو دواکسین پلي کولو کې نورو ادارو سره همکار دی. "

په ننګرهار کې دژورنالیستانو دټولنې فعال غړی او مدني فعال ارشاد رغاند هم دپولیو ناروغۍ خطرناکه بولي او دمخنیوي لپاره یې دخلکو مرستې اړینې بولي.

" پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې دله منځه وړلو لپاره یې ګډې هڅې په کاردي،دیني عالمان،قومي مشران،کورنۍ په دې برخه کې ډېرنقش لري په کار ده چې حکومت هم درسنیو له لارې خلک او دخلکو اذهان په دې برخه کې دامادګۍ لپاره راجلب کړي"

که څه هم په ننګرهار کې دپولیو دله منځه وړلو لپاره دعامې روغتیا ریاست او یونسف ادارې ترڅنګ اکثره دولتي ادارې په شخصي او افتخاري ډول فعالیتونه کوي خو بیاهم یوشمېر هغو ولسوالیو کې دپولیو تازه پېښې پېژندل شوي چې ترډېره په کې ددولتي سرتېرو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې روانې دي.

د روغتیایې کار پوهانو له نظره د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکې کولی شي چې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانددغې معیبونکې او وژونکې ناروغۍپر وړاندې وقایه کړي.

XS
SM
MD
LG