د لاس رسي وړ اتصالات

د دیني عالمانو په همکارې هسکې مینې کې ګوزڼ واکسین تطبقیږي


Jalalabad:Polio vaccination in Jalalabad
Jalalabad:Polio vaccination in Jalalabad

دننګرهار والي وایي، چې دسیمې دمخورو او دیني عالمانو په مرسته یې دزرګونه ماشومانو لپاره د پولیو واکسین لپاره زمینه برابره کړه. په دې کار سره دهسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي، چې ماشومان به یې د ګوزڼ له ګواښه وژغورل شي.

دننګرهار په ولایت دهسکې مېنې په سرحدي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دپولیو پرواکسین لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړي دي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وایي ، وسله والو طالبانو ورته اجازه ورکړې چې دپولیو پر وړاندېتبلیغاتي ټیمونه او واکسیناتوران یادې ولسوالۍ ته ولېږي.

نوموړيزیاته کړه، چې روانه میاشت به تبلیغاتي او د پولیو د واکسین ټیمونه به هیسکې مېنې ته لاړشي او زرګونه ماشومان به دپولیو له واکسین څخه برخمن کړي.

د سلیم خان کندوزي په وینا، چې داچاره یې په سیمه کې دقومي مخورو او دیني عالمانو په مرسته ترسره کړې او دوسله والو له لوري پرې هیڅ ډول شرط نه دی ایښودل شوی.

"په ټولو ساحو کې دامشکلدخدای فضل دی حل دی،یعنې موږ خپل د واکسین کمپاین په ټولو سیمو کې دی،هغو خلکو پخپله وغوښتل چې موږ سره په دې ساحه کې کمک وکړئ،دا کومه سیاسي موضوع نه ده ،موږ به هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ دواکسین مخنیوی وکړي.شرایط نه وو، هغه سم پیغام رسول وو،ولسونه مو قانع کړل چې ستاسې ماشومانو ته دا یو خیر دی"

دسیمې اوسېدونکي بیا د دولت له دې اقدام څخه خوښ دي او وایي، چې دوی یې د ګوزڼ له لوی ګواښ څخه وژغورل.

هغوی وایي، له نهو میاشتو راهیسې یې زرګونه ماشوانو تهدپولیو واکسین نه دي شوي او په نږدې ورځو کې، چې دواکسین کمپاین پیل شي نو دسیمې له پنځو کالو څخه کم عمر ماشومان به ټول واکسین شي.

دهسکې مېنې یوتن اوسېدونکی په دې تړاو داسې وایي :

"نوم مې احمد دی او دهسکې مېنې ولسوالۍ دشپولې کلي اوسېدونکی یم،دازموږ دماشومانو لپاره ډېر ګټور دي،ځکه چې موږ ورته ډېر ضرورت لرو او دا پروګرام چې شروع شوی موږ ډېر خوشاله یو، دپولیو واکسین له کارکوونکو مننه کوو ، چې دا پروګرام پیل کوي او زموږ ماشومانله دې وژنکی ژغوري ،تر اوسه چې پرواکسین بندیز وو مونږ ډېرو مشکلاتو سره مخ وو"

دسیمې یو بل اوسېدونکی بیا وایي، له کله راهیسې چې وسله والو طالبانو دپولیو پرواکسین بندیز له منځه وړي، دوی او د سیمې نور ځوانان دپولیو پروړاندې مبارزې او واکسین کولو ته هڅوي، کوم ماشومان چې له واکسین نه پاتې دي هغه به حتماً په هر کمپاین کې واکسین کړي.

"لکه کله نه هم چې دابندیزونه لرې شوي زه او نور ځوانان خپلې کورني او نورې کورنۍ دې ته هڅوو چې ماشومان واکسین کړي ځکه واکسین ددوی دژوند ژغورلو ښه وسیله ده"

له نن نه شاوخوا نهه میاشتې وړانډې وسله والوطالبانو وروسته له هغه دننګرهار په غني خېلو او هسکې مېنې ولسوالیو کې دپولیو پر واکسین بندیز ولګوه، چې د دولت له لوري د هغویپر موټر سایکل ګرځېدو بندیز ولګول شو او دې کار دوسله والو طالبانو سخت غبرګونونه راوپارول.

خو دننګرهار دولایتي ادارې او قومي مخورو په مرسته تېره میاشت داستونزه په غني خېلو ولسوالۍ کې پای ته ورسیده اودا تېره اونۍ په هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم حل شوه.

XS
SM
MD
LG