د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: پولیو د شریعت له پلوه ستونزه نلري


د افغانستان او د اسلامي هیوادونو یو شمیر دینی علماو په کابل د دوه ورځني کنفرانس ترڅ کې پدې سره سلا شول چې ماشومانوته واکسین د شریعت پلوه ستونزه نلري او ټولې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

د واکسیناسیون په هکله د دیني عالمانوپه نړیوال کنفرانس کې د ملي وحدت حکومت اجراییه ریس ډاکتر عبدالله عبدالله هم له خلکو وغوښتل که چېرې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په افغانستان او پاکستان کې له مینځه لاړه نه شي، د نړۍ نورو هیوادونو ته د دغه ویروس د خپریدو امکان شته دی.

د ماشومانو د واکسین په هکله د دیني عالمانو پدې دوه ورځني کنفرانس کې دافغانستان او د بیابیلو اسلامي هیوادونو دوه سوه دیني علمانو ګډون کړی و او پریکړه یې وګړه چې د اسلام له نظره ماشومانو ته د واکسین ورکول حرام نه بلکې یو واجب عمل دی.

د دیني عالمانو پدې کنفرانس کې د ملي یوالي د حکومت اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله همګډون کړی و او وویل، چې په افغانستان کې د پولیو ویروس له مینځه وړلهم دیني وجیبه ده او هم د روغتیا په برخه کې یو مهم عمل بلل کیږي.

عبدالله عبدالله: " یوازې دوه سلامي هیوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغۍ شتون لري، که خدای مه کړه دا ناروغۍ بیرته په نړۍ کې خپره شي په هغه وخت بیا ټوله پړه پر افغانستان او پاکستان باندې به وي. مونږ داسې کار باید وکړو چې پولیوه له میځه ولاړه شي".

د کابل ښار د خالد بن ولید د جومات خطیب مفتي مولوي شمس الرحمان فروتن وویل، په کنفرانس دیني عالمان پدې سلا شول چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول د اسلام له نظر حرام نه دی.

هغه وویل، عالمانو ژمنه وکړه چې د پولیو واکسین په هکله به خلکو ته پوهاوی ورکوي.

مولوی شمس الرحمان " موجوده علماوو وظیفه واخیستله چې پخپلو جوماتونو، مدرسو او کلیو کې خلک قانع کړي چې د دغو واکسینو په ترکیب کې حرام څه نشته ، د پولیو د واکسین تطبیق ضروري او حتی واجب دی".

د ماشومانو د واکسین په هکله د دیني عالمانو پهنړیوال کنفرانس کې د افغانستان او اسلامي هیوادونوعالمانو په ګډه یو پکړه لیک تصویب کړ چې یوه برخه یې د مولوي سمیع الله ریحان لخوا ولوستل شوه.

مولوي ریحان" د پولیو پر ضد واکسین او درمل د شریعت له نظره جایز دي او اسلامي شریعت له احکامو، عمومي او خصوصي مقاصدو سره مطابق دي، ډاکټران وایې چې د پولیو پر ضد واکسین کې ضرر لرونکي شیان نشته بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې له ډیرې مودې راهیسې دا واکسین تطبیق کیږي او په افغانستان هم تر سره کیږي".

د ماشومانو د واکسین په هکله دا کنفرانس په داسې حال کې تره سره کیږي، چې په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې زیاتره پولیو وهلې ماشومان د پولیو واکسین د نه تطبیق له امله پدې ناروغۍ اخته شوي وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هوډ لري چې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال تر نیمایې پورې د دیني عالمانو او قومي مشران په همکارۍ په افغانستان کې د پولیو ویروس مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG