د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د کاندیداتورۍ وروستی پړاو


زرګونه جمهوري غوښتونکې سیاستوال او مینه وال د اوهایو ایالت د کلیفلینډ په ښار کې څلور ورځنۍ غونډه کوي.‌
زرګونه جمهوري غوښتونکې سیاستوال او مینه وال د اوهایو ایالت د کلیفلینډ په ښار کې څلور ورځنۍ غونډه کوي.‌

د جمهوري غوښتونکې ګوند ۳ زره انتخابي او انتصابي استازي راټول شوي دي چې د بارک اوباما د ځایناستي د کاندید په اړه خپله وروستۍ پریکړه وکړي.‌ د ګوند ۴ ورځنی ملي کنوانسیون د افغانستان عنعنوي لویې جرګې ته ورته غونډه وي چې هره ورځ‌ ویناوي وي او په حاشیه وي غونډو کې پریکړې کیږي.

کاندید ډونالډ ټرمپ دی خو په دې کنوانسیون کې باید تائید شي او هغه کار چې د ګوند ډیر خلک یې اوس هم باور نه کوي، خو بله چاره هم نلري.

ډونالډ ټرمپ ۱۳ میاشتې وړاندې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدیدلو اعلان وکړ. سیاسي پنډتانو ورپسې وخندل، ناممکنه او لویه ټوکه یي وبلله. خو ټرمپ ډیر ژر هغه وخت کارپوهان غلط ثابت کړل چې په ابتداییه ټاکنو کې یو پر بل پسې ایالتونه وګټل او ۱۶ سیالان یی چې پاخه سیاستمداران وو، سناتوران او واليان هم پکې وو،‌ مات کړل.

ټرمپ یو بیروني کاندید دی او د واشنګټن په مروج سیاست سختې نیوکې لري چې له همدې امله یې د ګوند یوشمیر پخواني سیاستوال ملاتړ نه کوي.

ټرمپ ملاتړ د جلبولو د پاره تیره اونۍ مایک پینس د خپل معاون په توګه اعلان کړ چې دده مخالف وو او حتی رایه یې نه وه ورکړې. ښاغلی پینس د انډیانا والي دی او په جمهوري غوښتونکې ګوند کې د محافظه کارانو د ډلې غړی دی.

مایک پینس د انډیانا والي او محافظه کار سیاستوال د ډونالډ ټرمپ مرستیال
مایک پینس د انډیانا والي او محافظه کار سیاستوال د ډونالډ ټرمپ مرستیال

له ډیرې مودې راهیسي د ګوند د یووالي هڅې کیږي. نن د ګوند رییس راینې پریبوس وویل چې د پنجشنبې په ورځ به ښاغلی ټرمپ د کاندیداتورۍ د منلو په وینا کې دا ثابته کړي چې د هیواد د اعلی سر قومندانۍ وړتیا لري.

د ګوند یوشمیر نور سیاسي مشران به هم ویناوي وکړي. د کانګرس رییس پال راین هم وینا کوي. خو یوشمیر نورو بښنه غوښتي ده. په هغوی کې پخواني جمهور ریسان جورج بوش او پلار یې جورج ایچ بوش هم شامل دي. مشهور سناتور او پخوانی کاندید جان مکین او د تیرو انتخاباتو کاندید مټ رامني هم نه راځي.‌

خو ددې ټولو سیاسي خوابدیو برسیره د ډونلډ ټرمپ سیاسي میله به څلور ورځې ګرمه وي او د پنجشنبې په ماښام به یو بل پړاو پای ته ورسوي. د ګوند لخوا به رسماً د سپینې ماڼۍ د ګټلو مسؤلیت ور وسپارل شي.

ټرمپ که کلنټن

نوې سروې ګانې ښیي چې یو کاندید هم پراخ او تر پنځوس سلنه ډیر محبوبیت نلري، خو دیموکرات کاندیده هیلري کلنټن تر سیال ډونالډ ټرمپ مخکې ده.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره چې هڅه کوي د متحده ایالاتو لومړۍ ښځینه جمهور رییسه شي تر میلیاردر ډونالډ ټرمپ له دریو نیولې تر اوو پواینټونو په توپیر مخکې ده.

د اې بي سي تلویزیون او واشنګتن پوسټ په ګډه سروې کې کلنټن د ټرمپ د ۴۳ په مقابل کې په ۴۷ فیصده مخکې ده. د وال ستریټ ژورنال او ان بي سي تلویزیون په سروې کې ۴۶ - ۴۱ دي او د سي ان ان په سروې کې ۴۹ - ۴۲ دي.

سروې ګانې ښیي چې رایي ورکوونکي پر یوه کاندید هم بشپړ ډاډ نه لري. ۵۸ سلنه د هیلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ څخه خوښ نه دي. د ۶۴ سلنه خلکو ښاغلی ټرمپ نه خوښېږي او ۵۴ سلنه د اغلې کلنټن په اړه منفي نظر لري.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې په دواړو کاندیدانو کې کوم یو د جمهوري ریاست وړتیا لري، ۵۹ سلنه خلک وایي کلنټن یې وړ ده او یوازي ۳۷ سلنه وایي ټرمپ به ښه وي.

اغلې کلنټن اعلان کړی چې خپل مرستیال به د راتلونکې جمعې په ورځ د دبموکرات ګوند د کنوانسیون تر پیلیدلو وړاندې علان کړې.‌

XS
SM
MD
LG