د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري غوښتونکو مناظره - ترهگري او ملي امنیت


د تیرې شپې په مناظره کې نهه کاندیدانو برخه اخیستې وه

د تیرې شپې په مناظره کې نهه کاندیدانو برخه اخیستې وه

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د ٢٠١٦ کال د ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند نهه تنه کاندیدانو تیره شپه په یوه جدي تلویزیوني مناظره کې برخه واخیسته. ددې مناظرې لومړی بحث د جمهوري غوښتونکو د مخکښ کاندید رونالد ترمپ پر خبرو څرخیده چې د وروستیو ترهگریزو بریدونو وروسته یې متحده ایالاتو ته د مسلمانانو د راتگ بندیدل غوښتي.

ترمپ چې ددې وړاندیز په خاطر تقریباً د ټولو نورو کاندیدانو تر نیوکو لاندې و پر خپل موقف یې ټینگار وکړ او ویې ویل چې خبرې یې د مذهب په هکله نه بلکې د امنیت په هکله دي. هغه وویل " خلک زما خبرې خوښوي. خلک زما خبرو ته درناوی کوي او مونږ یو ستر بحث پرانستی دی چې باید پرانستل شي."

ډانالد ترمپ تر اوسه پورې ترټولو مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید دی

ډانالد ترمپ تر اوسه پورې ترټولو مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید دی

​د دې مناظرې په اوږدو کې د فلوریدا پخواني والي جب بوش او دونالد ترمپ پر یو بل لفظي بریدونه وکړل. په یوه برخه کې جب بوش د ترمپ د بحث پر بڼې باندې د برید په بڼه وویل چې هغه " لوی ټوکمار دی" خو یو "بې سرو سامانه کاندید" دی او یو "بی سرو سامانه رئیس" به وي. هغه ترمپ ته په خطاب کې وویل چې په دې توهینوونکي چلند سره به هیڅکله د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس نه شي.

که څه هم چې ډانالد ترمپ د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په ټولو پنځو مناظرو کې ډېر ښه ندی ځلیدلی، خو بیا هم په ډېرو نظر پوښتونو کې د خپل گوند له سیالانو څخه مخکښ ښودل شوی دی. او همدې کار د جمهوري غوښتونکو ترمنځ دا اندیښنه رامنځ ته کړې ده چې که چیری ډانالد ترمپ د دې سیالیو په بل پړاو کې د دې گوند لخوا د یواځني کاندید په توگه ونه پیژندل شي نو امکان لري چې د یو ازاد کاندید په توگه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې برخه واخلي.

خو ښاغلي ترمپ په همدې اړه د تیرې شپې د مناظرې د چلونکي د یوې پوښتنې په ځواب کې ژمنه وکړه چې هغه به په ازاده توگه د ټاکنو ډگر ته ونه دانگي.

ډانالد ترمپ: په ازاده توگه د ټاکنو ډگر ته نه وځم

ډانالد ترمپ: په ازاده توگه د ټاکنو ډگر ته نه وځم

د جمهوري غوښتونکي گوند یو بل کاندید سناتور تد کروز چې په دې وروستیو کې د ډانالد ترمپ په یو مهم سیال بدل شوی، د تیرې شپې په مناظره کې د خپل سیالو کاندیدانو پر ځای زیاتره د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د جمهور رئیس اوباما په پوځي کمپاین نیوکې وکړې.

ښاغلي کروز ووېل که چیرې ټاکنې وگټي، نو ترهگر به مخکې له دې چې پر نورو ترهگریزو بریدونو لاس پورې کړي، له منځه یوسي او د داعش ډله به په مکمله توگه له خاورې سره برابره کړي.

د دې مناظرې په یوه بله برخه کې، ښاغلی کروز د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې د څرنگوالي، په هیواد کې دننه د استخباراتي څار او د کډوالو د مسئلې پر سر د فلوریدا ایالت له سناتور مارکو روبیو سره په تاودو بحثونو بوخت شو.

له ډانالد ترمپ وروسته تد کروز او مارکو روبیو ترټولو مخکښ جمهوري غوښتونکي کاندیدان دي

له ډانالد ترمپ وروسته تد کروز او مارکو روبیو ترټولو مخکښ جمهوري غوښتونکي کاندیدان دي

سناتور روبیو چې پخوا یې د امریکایي وگړو د ټلیفوني خبرو د اوریدو د پروگرام پلوي کړې ده، ووېل چې متحده ایالتونه اوس زیاتره استخباراتي وسیلو ته اړتیا لري. خو ښاغلي کروز چې د دې پروگرام په خلاف و، ووېل چې د دې هیواد د داخلي امنیت اداره له بر هروخت څخه پیاوړې ده.

له ډانالد ترمپ څخه وروسته، تد کروز او مارکو روبیو ترټولو مخکښ جمهوري غوښتونکي کاندیدان گڼل کیږي. د وال ستریټ ژورنال او د ان.بي.سي د خبري شبکې لخوا په یوه وروستۍ ترسره شوې نظرپوښتنه کې دا جوته شوې ده چې ډانالد ترمپ ٢٧ سلنه، تد کروز٢٢ او مارکو روبیو ١٥ سلنه په خلکو کې محبوبیت لري او د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د نوملړ په سر کې ځای لري.

د تیرې شپې په مناظره کې نور شامل کاندیدان، د ایچ.پي. شرکت پخوانۍ مشره کارلي فیورنیا، د اوهایو والي جان کیسک، متقاعد داکټر بن کارسن، د نیوجرسي والي کرس کرستي او سناتور رند پاول وو.

XS
SM
MD
LG