د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي د پورتوریکو دپاره مبارزه کوي


جمهورری غوښتونکي نن په پورتوریکو کی د جمهوری ریاست لپاره په گوندی انتخاباتو کی رایی اچوي. دغه کاندیدان چې هلې ځلې کوي چې د نوامبر په میاشتې کې د ولسمشر اباما په مقابل کې ودریږی، د پورتوریکو د شلو استازو د ملاتړ د تر لاسه کولو هڅې کوي. که چیري یو کاندید هم څه باندی پنځوس فیصده رای و نه گټي، نو دا شل استازي به ووشل شي.

مخکښ کاندید میت رامني ، د ماساچوست پخواني گورنر او د پنسلوانیې پخواني سناتور رېک سنتورم دواړو په دې اونۍ کې په دغه ټاپو کې لنډه انتخاباتي مبارزه وکړه.

سنتورم په خپل دې وړاندیز لږ غوغا جوړه کړه چې وې ویل، پورتوریکو باید انگلیسي خپله رسمی ژبه کړی چې بیا وکړی شی د امریکا یو پنځوسم ایالت شی.

د جمهوري غوښتونکو د انتخاباتی مبارزی مخه وروسته له دی د ایلونای ایالت ته گرځي. د سې شنبې په ورځ ایلونای کې او په راتلونکی شنبې په لویویزیانا کې انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG