د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جمهوري غوښتونکي د نومبر د میاشتې د کاندید په هکله ویشل شوي


په داسي حال کې چي ریک سنټورم دا مني چې په اوسنیو شرایطو کې باید جمهوري غوښتونکي سره یو لاس سي چې ولسمشر اوباما ته د نومبر د میاشتې په ټولټاکنو کې ماتې ورکړي، خو داسي نښکاري چې هغه دي د خپل د ګوند د ولسمشرۍ له کاندیدۍ دپاره د هلو ځلو نه لاس واخلي. دا په داسي حال کې ده چې زیات شمیر جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې میت رامني به د نومبر په میاشت کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې سیالۍ ته ودریږي.

زیات شمیر جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې میت رامني به د نومبر په میاشتې کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې د سپینۍ ماڼۍ د سیالۍ دپاره ودریږي، خو ریک سنتورم د لوزیانا په ایالت کې په غیر مترقبه ډول لومړني انتخابات وګټل او نوي احمتالات یې رامنځ ته کړل

دا د هغه دپاره د پام وړ بریالیتوب و، خو اوس هم هغه باید جمهوري غوښتونکي قانع کړي چې د ګوند کاندیدي یې میت رامني ته نه ده بایللې.

ریک سنتورم داسي وايي: ،،د سیاسي چارو مبصرینو ویل چې نوره سیالي پای ته ورسیده خو تاسي پرې بارو ونکړ او نه یې کویْ.،،

خو د لوزیانا بریالیتوب د کاندیدۍ د ګټلو دپاره سنتورم ته د دومره استاځو رایې ور په برخه نکړې په داسي حال کې چې د میت رامني د رایوو شمیر د هغه په پرتله نږدې دوه چنده دی.

تر اوسه پوري د موجود شمیرو پر بنسټ رامني د زیات شمیر جمهوري غوښتونکو په آند د ګوند کاندیدي ګټي. ځیني جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې د کاندیدانو ترمنځ روانه سیاسي جګړه د دوي په تاوان ده.

په دې لړ کې میت رامني پر سناتور سنتورم باندي داسي نیوکه کوي: ،،سناتور سنتورم هم د اقتصادي تجربې له پلوه دومره مجرب نښکاري.،،

سنتورم بیا په غبرګون کې داسي وايي:،، میت رامني ما د اقتصادي لحاظه بې تجربه بلي چې اوباما ته ماتې ورکړم؟.،،

جمهوري غوښتونکیْ نیود ګینګریچ هم ژمن دی چې د ولسمشرۍ په روانې سیالۍ کې پاته شي هغه داسی وايي:،،د رامني په هکله د سنتورم نظریه پر ځای خبره معلومېږي،،

سنتورم په تکساس ایالت کې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ویلي و چې د رامني پرځای په خپله ولسمشر اوباما سم کس دی چې په سپینه ماڼۍ کې پاته شي. سنتورم زیاته کړه،،تاسیْ لوبه هغه مهال ګټیْ چې خلګو ته د هیواد په هکله یو بل لیدلوری وروښوی چې د اوسني نه تفاوت ولري نه دا چي یو څوک راولی چې یو څه د اوسني ولسمشر نه توپیر ولري. که داسي وي نو ولي اوسنی ولسمشر پرځای پرې نږدو.،،

پر میت رامني باندي د ریک سنتورم نیوکه دا ده چې کله د مسیچیوستس ایالت والي و نو داسي یوه لایحه یې په خپل ایالت کې پلي کړې وه چې د ولسمشر اوباما د روغتیايی قانون سره یې سمون خوړو. زیات شمیر جمهوری غوښتونکي وايي چې د ولسمشر اوباما روغتیايي لایحه چې په کال ۲۰۱۰ کې د کانګرس له خوا د ډیرو بحثونو وروسته تصویب شوه د حکومت لګښتونه زیاتوي او حکومت پراخوي چې د دې نظریې سره جمهوري غوښتونکي ايډیالوژیک او بنسټیز مخالفت لري. داسي معلومیږي چې د نورو موضوګانو تر څنګ د ډیمورکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د ولسمشرۍ په بحث کې به د روغتیايی خدماتو تصویب شوی قانون یوه غټه د بحث وړ موضوع وي.

دا په داسي حال کې ده چې جمهوري غوښتونکي اوس هم پر دې مسلې باندي چې څوک به د نومبر په میاشت کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې د سپینې ماڼۍ ټولټاکنو ته دریږي، سره ویشل شوي دي چې دې خبري د عامو جمهوري غوښتونکو ترمنځ یو لړ اندېښنې راپارولي دي او دوي وايي چې دغه راز عدم اتفاق به په سیالۍ کې د ټولو کاندیدانو په تاوان تمام سي. په سیالۍ کې وروستیْ انکشاف دا دیْ چې ریک سنتورم د لوزیانا ایالت لومړني انتخابات ګټلی دي خو بیا هم هغه د د جمهوری ګوند له خوا د نوماندۍ دپاره د استاځو د شمیر له مخې تر میت رامني ډیر شاته دی.

XS
SM
MD
LG