د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکو په نیوهمشیر کې توده مناظره وکړه


د جمهوري ریاست لپاره، جمهوري غوښتونکي کاندیدانو د سږکال د فبروری په شپږمه، تود بحث وکړ

د جمهوري ریاست لپاره، جمهوري غوښتونکي کاندیدانو د سږکال د فبروری په شپږمه، تود بحث وکړ

د نیوهمشیر په ایالت کې مقدماتي انتخابات دومره مهم دي چې د ډېرو کاندیدانو لپاره د پریکنده ګټې او بایلات نتایج لرلی شي.

د جمهوري گوند کاندیدانو په خپل منځ کې د نیوهمشیر له مقدماتي انتخاباتو نه مخکې د شنبی په ماښام توده مناظره وکړه. هغوی به دسه شنبی په ورځ د نیوهمشایر په ایالت کې بیا په مقدماتي انتخاباتو کې برخه واخلي.

د نیوهمشیر په ایالت کې، دا مقدماتي انتخابات دومره مهم دي چې د ډېرو کاندیدانو لپاره د پریکنده گټې او بایلات نتایج منځته را وستلی شي. په دې بحث کې غټه خبره د بهرنۍ پالیسۍ وه. پردې سر بېره هغوی یو پر بل هم سخت انتقادونه وکړل.

څنگه چې بحث پیل شو، نو هغو کاندیدانو چی په سروې گانو کې وروسته دي، پر خپلو سیالیو کاندیدانو سخت انتقادونه شروع کړل.

د کاندیدانو ترمنځ د نیوجرسي والي کرېس کرېسټي په ډېره سخته لهجه د فلوریډا پر سناتور مارک روبیو انتقاد وکړ. کرېس کرېستي، د نیوجرسي والی او د جمهوري ریاست کاندید هغه ته وویل" تاسې په داسې پرېکړو کې برخه نده اخېستې چې د نتایجو مسوولیت ېې در په غاړه وي، تاسې دا کار ندی کړی."

د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکي کاندید جب بش هم پر مارک روبیو انتقاد وکړ. جب بش وویل " مارک روبیو، ډېر ځیرک سیاستوال دی، دی ښايي ددې استعداد ولري چی په متحده ایالاتو کې ولسمشر شي، خوموږ داتجربه له براک اوباما سره وکړله. موږ ته یو مشر او رهبر په لاس رانغی، بلکه یو داسې سړی په لاس راغی چې غواړي داملک سره وویشي.

د فلوریډا سناتور مارک روبیو ته په دې نظر کتل کېږي چی د جمهوري خواهانو د گوند اونظام مطلوب سړی دی، په تېره کله چې هغه د آیووا د ایالت په مقدماتي انتخاباتو کې درېم مقام ترلاسه کړ.

د جمهوري گوند په کاندیدانو کې له ټېډ کروز او ډانلډ ټرمپ نه وروسته مارک روبیو تراوسه پورې دریم مقام گټلې دی.

سروې گانې دا څرگندوی چې بل جمهوري غوښتونکی کاندید ډانلډ ټرمپ چې د ایووا په مقدماتي انتخاباتو کې ېې دویم مقام گټلی و، دنیو همشایر په ایالت کې چې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو په انتخاب کې نقش لري مخکې روان دی.

جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل" زه دلته مخکې یم، که سروې گانې کوم اهمیت لری، نو زه مخکې یم. زه نپوهېږم چی زه به ډېر فو ق العاده و اوسم که نه، خو ټول وايي چی ما ډېره ښه نتیجه لاس ته راوړې ده.

په دې بحث کې د بهرنۍ پالیسې غټه خبره د شمالي کوریا د توغندیو د ازمویلو خبره وه. خو داسې معلومه شوه چې یوه کاندید هم کوم اریانوونکی ځواب ورنکړ. یوازې ډانلډ ټرمپ وویل چې چین او شمالي کوریا له یوبل سره د تجارت غټ شریکان دي، نو پکارده چین په دې کې مداخله وکړي.

ددیموکراتانو په خوا کې سروې گانې څرگندوي چی برني سنډرز له هلري کلنټن نه په نیوهمشایر کې مخکې شوی دی.

XS
SM
MD
LG