د لاس رسي وړ اتصالات

قاطع ملاتړماموریت: سنګین لا هم د افغان ځواکونو په لاس کې دی


د هلمند سنګین ولسوالۍ د تیرو دوو کالو راهیسې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو د جګړې په ډګر بدله شوې ده
د هلمند سنګین ولسوالۍ د تیرو دوو کالو راهیسې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو د جګړې په ډګر بدله شوې ده

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندانۍ په یو بیان کېویلي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نیولو په اړه د طالب وسله والو ادعا سمه نه ده اواوس هم د دغې ولسوالۍ کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

د قاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوایي ملاتړ د دغې ولسوالۍ د پولیسو مرکز د ولسوالۍ د پخواني مرکز څخه دوه کیلومتره لرې جنوب لورې ته لیږدولی دی.

د قاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ ویلي چې د لیږد د عملیاتو پر وخت وسله والو طالبانو ته د سر زیات زیان هم رسیدلی دی.

د قاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ په دې بیان کې ویلي " جګړو د ولسوالۍ تاسیسات له منځه وړي وو او د ولسوالۍ مرکز شاوخوا ته هیڅ ملکي وګړي نه وو".

د قاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ وايي چې د ولسوالۍ له مرکز څخه بلې سیمې کې د ولسوالۍ د مرکز جوړول اوهلتهد ځواکونو لیږد د یو پلان پر اساس ترسره شوي او امریکايی ځواکونو د ولسوالۍ له مرکز څخه نوې سیمې ته د هوا له لارې د مرکز د لیږد په برخه کې افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابر کړی دی، چې په ترڅ کې یې ټول ځواکونه په مصوونه توګه نوي مرکز ته لیږدول شوي دي.

د قاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ په دې بیان کې ویلي " کله چې د لیږد بهیر بشپړ شو، امریکایي ځواکونو د ودانۍ د تخریب په برخه کې چې د استعمال وړ نه وه، او هم د هغو وسایطو د تخریب په برخه کې چې د استفادې وړ نه وو او د دغو وسایطو د کارونې د احتمال له منځه وړلو لپاره له منځه یوړل شول".

د قاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ په دغه بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو د دوو میاشتو لپاره د ولسوالۍ له مرکز څخه دفاع وکړه او کوم څه چې هغوی طالبانو هلته پریښي دي یوازې د ولسوالۍ ورانه ویجاړه ودانۍ او خاورې ایرې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم نن د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۱۵ میوند قول اردو دوهمه لیوا په سنګین کې لا ځای پرځای ده .

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي " د دې لپاره چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي او د عامو خلکو شتمنیو ته زیان ونه رسیږي، پریکړه وشوه چې هغه ځواکونه چې د سنګین په بازار کې ځای پرځای وو، د دغه بازار څنډو ته د شکر شیلې په سیمه کې په خپل اصلي ځای کې ځای پرځای شول چې دا کار د ځواکونو د ځای پرځای کیدو د یو پلان له مخې شوی دی".

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې اوس د نادعلي، واشیر، ګرمسیر او سنګین په ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات روان دي.

طالبانو تیره ورځ رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، د چې د سنګین له ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو له وتلو وروسته، دغو ځواکونو د ولسوالۍ په اداري تاسیساتو بمباري کړې او ټول تاسیسات یې ړنګ کړي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په استولي بیان کې ادعا کړې چې په بمبارۍ کې ډیر مهمات او پوځي وسایط ویجاړ شوي نه دي او د دغې ډلې وسله والو لاس ته ورغلي دي. د طالبانو ویاند ویلي چې د سنګین د ولسوالۍ په مرکز په بمباریو کې ۲۹ زرې وسایط ، ۳۴ رنجر پک اپ او یو ټانک په سالمه بڼه د دغې ډلې وسله والو ته د زیاتو مهماتو سره په لاس ورغلي دي.

احمدي ویلي چې اوس د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، نظامي قرارګاه (پي آر ټي) او اړوند ټول ځایونه د طالبانو د وسله والو په کنټرول کې دي.

XS
SM
MD
LG