د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: کندز او هلمند سقوط نه کوي


په هلمند، کندز، بغلان او ننګرهار کې د څو اوونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي
په هلمند، کندز، بغلان او ننګرهار کې د څو اوونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند چارلز کلیفلینډ په هلمند او کندز ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړې سختې ګڼي خو وایي، اټکل یې دا دی چې نه به لښکرګاه او نه به کندز د وسله والو لاس ته ورشي. ویاند وویل چې افغان ځواکونو د تیرکال په پرتله خپلې محاربوي وړتیاوي ډیرې کړي دي "مونږ په دې پوهیږو چې طالبانو یو شمېر تکتیکي پرمختګونه کړي او دا ممکنه ده چې دا تکتیکي پرمختګونه دوام وکړي. خو مونږ به وګورو چې افغان ځواکونه په کوم حالت کې دي او کله چې مونږ اوسنی حالت د تېرکال سره پرتله کوو، مونږ اوس هم په دې باور یو چې دوی د تیرکال د همدې مودې پرتله په ښه دریځ کې دي."

د امریکا د پوځ او د ناتو د قاطع ماموریت ویاند د طالبانو د وړتیاو په هکله وویل، چې طالب وسله وال پوځي وړتیاوې لري خو دا ډله داسې هم نه ده نه شي ماتیدلی.

هغه وویل "دوی تلفات لري، د مشرتابه له مسایلو سره مخ دي او هم مالي ستونزې لري او د دې سربیره طالبان لا هم د دغې ډلې څخه جلا شویو ډلو د ستونزو سره مخ دي."

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند جنرال چارلي کلیفلینډ وایي، چې د ملا اختر محمد منصور د مرګ وروسته طالبان د مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

جنرال وویل "هغه څه چې مونږ یې وینو ممکن تاسې به خبر یاست چې ملا منصور د طالبانو مالي مشر و او هغه د نشه يې توکو په کاروبار کې لاس درلود، هغه څه چې مونږ پرې باور لرو دا دي چې په اوس وخت کې طالبان له مالي ستونزو سره مخ دي."

طالبانو د ناټو او امریکایي ځواکونو ددغه چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

داعش ضد عملیات

د ناټو او امریکایي ځواکونو دغه جنرال د ننګرهار په ولایت کې د اسلامي دولت پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه او وویل چې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د څو مشرانو او قوماندانانو په ګډون په سلګونو غړي يې وژل شوي دي.

هغه وویل تر ټولو مهمه داده چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د کوټ، ده بالا او اچین ولسوالیو ته ورغلل او هلته یې د کوټ ډیرې برخې او د ده بالا او اچین یو شمیر سیمې د داعش له وسله والو پاکې کړې.

جنرال چارلي کلیفلینډ د هلمند د جګړو په باب وویل "هغه څه چې مونږ یې وینو دادي چې د طالبانو شل دیرش کسان په افغان امنیتي پوستو بریدونه کوي، افغان ځواکونه مصون ځایونو ته شاته کیږي، کله چې نور افغان ځواکونه مرستې ته ورشي هغوی پر طالبانو بریدونه کوي او له لاسه وتلې سیمې بیرته نیسي".

هغه که څه هم دا کار د اندیښنې وړ وباله خو وايي چې تراوسه لا طالبانو په هلمند کې د خلکو د ګڼې ګوڼې کومه سیمه او یا له سترایژیکي پلوه مهمه سیمه نه ده نیولې.

جنرال وویل چې لا هم نورې جګړې په مخ کې شته او طالبان به په هلمند او کندز کې په ګڼ مېشتو سیمو کې د نیولو هڅې وکړي، خو افغان ځواکونه به هم ددغو دواړو ولایتونو څخه دفاع وکړي.

هغه وویل د هوایي ملاتړ په برخه کې افغان ځواکونه په مخ کې دي او امریکایي ځواکونه په ځینو برخو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

جنرال وویل "مونږ په کندز او هلمند کې بي-۵۲ الوتکې نه دي کارولي، په رښتیا مونږ تیره میاشت دوه ځلې له دغو الوتکو د داعش وسله والو پرخلاف کاراخیستی دی."

دغه جنرال په لښکرګاه کې د امریکایي نږدې ۱۰۰ عسکرو د ځای په ځای کیدو په باب وویل چې دا عسکر د هلمند پولیسو ته د روزنې لپاره ځای په ځای شوي، خو هغوی په محاربوي عملیاتو کې برخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG