د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه فلم جوړونکی په لیبیا کې ووژل شو


ټیم هېدرېنگټن (ښي) او د هغه همکار سباسټین جنګر (چپ) د افغانستان د کورنګل په دره کې د ریسټرپو مستند فلم جوړ کړ.

ټیم هېدرېنگټن (ښي) او د هغه همکار سباسټین جنګر (چپ) د افغانستان د کورنګل په دره کې د ریسټرپو مستند فلم جوړ کړ.

فوتو ژورنالیست او فلم جوړوونکی هېدرېنگتن چې له افغانستان سره یې خاصه مینه درلوده، د چهارشنبې په ورځ د لیبیا د میسراتا په ښار کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شو. هغه د لیبیا د جگړې په اړه رپوټونه برابرول.

آشنا تلویزیون له ښاغلي هېدرېنگتن سره د هغه د مستند فلم په اړه مرکه کړې وه چې هغه او د هغه همکار ژورنالیست سبیستیان ینگر د افغانستان د کورنگل په دره کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په اړه جوړ کړی و.

د ریستریپو په نامه دا فلم تیر کال د غوره مستند فلم جایزې ته نومول شوی و. هغه د عکاسۍ څو سترې جایزې هم گټلې دي.

تیم هېدرینگتن د خپل حساس کار په وجه ستایل کیده. د بشري حقونو رئیس د نیویارک ټایمز ورځپاڼی ته ویلي د هغه کار او هڅو د نړۍ داسې مسایلو ته د ډیرو خلکو پام اړاوه چې له پامه غورځېدلي دي. ښایي دده بیسارې عکاسي راتلونکي نسل ته یو الهام وي.

XS
SM
MD
LG