د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ښايي د پاکستاني طالبانو خلاف نظامی عملیات وکړي


KHAWAJA ASIF
KHAWAJA ASIF

ښاغلي آصف وايی چې موږ ددې شواهد لرو چې هند په افغانستان کې لاسوهنه کوی او په دې کې هېڅ شک نشته .

د پاکستان ددفاع وزارت خبرداری ورکوی چی حکومت به د جگړه مارانو پټونځاېونه بمبار کړي او او په قبایلي سېموبه ېرغل وکړي که چېرې د ېاغېانو بریدونه دوام وکړي.

د روېټرز خبري اژانس لیکی چی ښايی پاکستان د پاکستاني طالابانو خلاف په قبایلی علاقو کې چی دافغانستان سرحد ته نېژدې وي، هراړخېز نظآمی عملېات ددې مېاشتې په سر کې پېل کاندي. د پاکستان ددفاع وزارت خبرداری ورکړ چې که چېرې پاکستانی طآلبانو اوربند مات کړ نو دوی به دهغوی خلاف عملېات پېل کاندي.

روېټرز لیکی چی د تېرې دوشنبی په ورځ داسلام اباد ېوې محکمې ته ټوپک والا ور ننوتل او داسلام په مرکز کې ېې 11 تنه ووژل. په دې توگه ېې د پاکستانی حکومت سره د پاکستانی طالبانو د سولی د خبرو هېلې جارو کړلې. خو پاکستاني طالبانو په دغه برېد کې د هرډول لاس لرلونه انکار وکړ . مگر وروسته بېا ېوې جلا شوې ډلې ددغه برېد ذمه واری قبوله کړله.
روېټرزلیکی چی د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف ورته وویل چی حکومت به په دې کې زړه نازړه نشی چې دافراطیانو پټونځاېونه بمباری کړی او ېا قباېلی سېموته عسکر ور ولېږی که چېرې هغوی په هغه اوربند چې تېره اونۍ اعلان شو عمل ونکړي.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف وویل چی اوس به په دې باندې مېاشتې ونه لگېږي. موږ به د مارچ په مېاشت کې پرقبایلی علاقو مارش وکړو، که چېرې د طالبانو برېدونه ادامه ولري نو اسلام اباد به خامخا ځواب ورکوی. که چېرې اوربند وي نو پکارده چې هغه بشپړ اوربند وي، له بشپړ اوربند نه پرته موږ نشو کولی چی له طالبانو سره د سولی خبرو ته ادامه ورکړو.
روېټر ز لیکی چی ښاغلی آصف له ډېر پخواراهېسې دهغو سېاستوالو ملاتړ کاوه چې له طالبانو سره د خبرو پلوي کوله خو اوس وايی چې د نواز شریف په کابېنه کې دهغو کسان شمېرپه زېاتېدو دی چی وايی د طالابانو د سنگرونو خلاف ډېر پاخه اوکلک نظآمی اقدامات پکاردي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د پاکستان صدراعظم نواز شریف


روېټرز لیکی چی له بل پلوه نواز شریف دامریکا له خوانه له فشار سره مخامخ دي چی د طالبانو خلاف عملیات وکړي او همدارنگه د پاکستان په پوځ کې د ېوشمېر سختدریځو فشار هم پرې باندې دی چی د شمالی وزیرستان قباېلی علاقو ته پوځ ور ولېږي. په تېره هغه ځاېونه چې دافغانستان سرحد سره نېژدي دي او دالقاعده سره تړاولرونکېو جگړه مارانو ېو پېچلی جال ېې غوړولی دی.

روېټرز لیکی څومره چې دناټو د قواو د وتلو او کمېدلو وخت رانېژدې کېږی ، دافغانستان ولسمشر حامد کرزی هماغومره هند ته ور نېژدې کېږی. دغو دواړو هېوادونو د شراکِ پراخ ستراتېژېک توافقات لاسلیک کړی. نوي ډیلي دافغانستان د انکشاف لپاره د ملېاردو ډالرو ژمنه مرستو ژمنه کړېده. او پاکستان له ډېروخت راهېسې ددغو مرستو په برخه کې شکمن دی. پاکستان وايی چې د هند کونسلگری د څار مرکزونه دي.

خو د پاکستان ددفاع وزیر ښاغلی آصف او په خاصه توگه د پاکستان پوځ له ډېرو لسېزو راهېسې دا حق ځانته ورکړېدی چې د افغانستان په برخه کې پالیسی واک ولري. ښاغلي آصف وايی چې موږ ددې شواهد لرو چې هند په افغانستان کې لاسوهنه کوی او په دې کې هېڅ شک نشته . خو هغه داهم وايی چې دی په دې عقېده دی چې که د چا د کور څلور واړه دېواله باثباته اومحکم وي نو هېڅو ک هلته نشی ور ننوتلی. موږ هند ته دا فرصت ورکړېدی.
XS
SM
MD
LG