د لاس رسي وړ اتصالات

رېکس ټیلرسن مسکو ته ورسید


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن نن د ایتالیې په لوکا کې د جي سیون د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له خبریالانو سره خبرې کوي. د اپریل ١١ مه ٢٠١٧ م کال

ویلادی میر پوټین: موږ غواړو په رسمی ډول د ملگرو ملتونو له اړوندې ادارې نه په هاگ کې خواست وکړو چې پر نړۍ واله ټولنه غږ وکړي چی په سوریه کې د کیمیاوی برید په څېر اقداماتو په برخه کې رسمي تحقیقات وشي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نه د جي سیون هېوادونو په غونډه کې له گډون نه وروسته د روسیی له مشرانو سره د سوریی پر مسله دخبرو لپاره مسکو ته رسیدلی دی.

دا لومړۍ ځل دی چی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کابینی یو جگپوړی غړی مسکو ته سفر کوي. روسیه د امریکا پر هغو ادعاگانو ډېره قهریدلی ده چې وايی روسیه د اسد له رژیم سره د کیمیاوی وسلو په کارولو کې لاس لري.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریی له خوانه د کیمیاوی وسلو داستعمال په اړه وویل: روسیه اوس له یوه ستر ستراتیژیک انتخاب سره مخامخ ده" هغه دا چی غواړی د اسد له رژیم سره متحده پاتی شی او که غواړي د دې معضلی د حل لارې پلوي وکړي.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس
د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس

بوریس جانسن وویل دی په دې باور دی چی د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن روسیی ته دا فرصت په لاس ورکوي چی خپل دریځ بدل کاندي او په هغه سیاسی بهیر کې گډون وکړي چی په سوریه کې نوی دیموکراتیک رژیم او انتخابات غواړي.

ښاغلي بوریس وویل اسد د روسیی د اوږدې مودې له گټوسره مرسته نشی کولی.

د روسیی ولسمشر ویلادی میر پوټین په خپله د سوریی د کیمیاوی وسلو دبرید په اړه وویل چی دوی به ملگرو ملتونو ته خواست وکړي چی د سوریی د کیمیاوی برید په اړه رسمي تحقیقات وکړي.

مسکو دا ادعاگانې بابیزه وگڼلې چی وايي د سوریی رژیم چی دوی ېې ملاتړ کوی په ایدلیب کې د کیمیاوی وسلی استعمال کړې دي.

ویلادی میرپوټین وايی :موږدمختلو منابعو داسی استخباراتي معلومات لرو چی دیته ورته پارونو لپاره پلان جوړ شوی دی چی د سورېې په بله سیمه چی د دمشق شاوخوا پکې شامله ده، کیمیاوی مواد واچول شی او پړه ېې د اسد پررژیم ور واچول شی. موږ په دې باور یو چی دغه راز د سیسی باید په بشپړه توگه وڅیړل شی .

د روسیی ولسمشر ویلادی میر پو ټین
د روسیی ولسمشر ویلادی میر پو ټین

ویلادی میر پوټین نن خبریالانو ته وویل چی موږ غواړو په رسمی ډول د ملگرو ملتونو له اړوندې ادارې نه په هاگ کې خواست وکړو چې پر نړۍ واله ټولنه غږ وکړي چی په سوریه کې د کیمیاوی برید په څېر اقداماتو په برخه کې رسمي تحقیقات وشي.

نن د سه شنبی په ورځ د ایتالیا د لوکا په ښار کې د اوو سترو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې لپاره غونډه وکړله چی د سورېې پرمسله خبری وکړی.

هغوی په دې کې سره متفق دي چی د سورېې جگړه پایته ورسوي خو په دې باندې سره جوړ ندي چی پرروسیه باندی لا نورکلک بندیزونه ولگوي چی ددې فشار له املهد بشارالاسد د رژیم له ملاتړ نه لاس واخلی.

پرسوریه باندی دامریکا د برید یوه موخه د اسد رژیم ته سزا ورکول و خو دا کار ددی سبب هم شو چی د سوریی خونړۍ جگړی ته په ټینگه یوځل بیا د نړۍ والو پام ور واوړي.

اوه ستر صنعتی یا جي سیون هېوادونه د اسد درژیم پوځ په دې کې ملامت بولی چی تیره اونۍ ېې د کیمیاوی گازو وژونکی برید وکړ. د نړۍ داوو ستروصنعتي هېوداونو د مجلس په ضمن کې د اوو نورو هېوادونوچی دسورېې په اړه تقریبا یونظر لري مجلس هماېټالېې ته په بیړه باندې راوغوښتل شول چی د سورېې پرمسله غور وکړي.

د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبریل وویل د جي سیون د بهرنیو چارو وزیران په دې کې موافق دي چی د سورېې کړکېچ ته د حل یوه داسی سیاسی لاره پېدا کاندي چی ددموکراتیکو انتخاباتو ملاتړ وکړي او اد اسدرژیم پایته ورسوي.

د جرمنی دبهرنیو چارو وزیر زېگمار گبریل وویل: په دې کې ډیر توافق موجود دی چی یو داسی سیاسی بهیر پېل شیچې په سوریه کې کورنۍ جگړه پایته ورسیږي، د تشدد له نور زیاتوالی نه دې ډډه وشي اوداسی شرایط منځته راوستل شی چی دغه اقدامات عملي شی. هغه زیاته کړله چې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبریل د اپریل په لسمه د ایټالیا په لوکا کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبریل د اپریل په لسمه د ایټالیا په لوکا کې

دې کې یو شرط دادی چی روسیه دیته چمتو شي چی د سیاسی بهیر ملاتړ وکړي. په دې کې هغه بدلون هم شامل د ی چی بالاخره په سوریه کې دموکراتیک انتخابات منځته راشی ا و دسد رژیم پایته ورسیږي.

د جرمنی دبهرنیو چار وزیر زېگمار گبریل د او صنعتی هېوادونو په غونډه کې نن وویل: زه شخصا په دې ډیرخوشال یم چی ریکس ټیلرسن ډیر واضح او پر واقعیتونو مبنی دریځ غوره کړی دی. موږ په ښکاره سباته په مسکو کې دهغه د دهڅو ملاتړکوو چی روسیه په دې قانع کړي چی د سوریی لپاره سیاسی بهیر او نورو فعالیتونه ومنی او داوربندملاتړ وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبریل وویل د سوریی په اړه د امریکا د څرگند دریځ ملاتړ کوو
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبریل وویل د سوریی په اړه د امریکا د څرگند دریځ ملاتړ کوو

د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر وویل اسد او روسیه په دې پوهېږی چی یوازې د سورېې د بیارغونې بار ته اوږه نشی ورکولی.له همدې امله که چېرې هلته کورنۍ جگړه روانه وي اوبدلون نه وی، نو هېڅوک به په سوریه کې پانگونه ونکړي.

ښاغلی زېگمار گبریل وویل ریکس ټېلرسن په وضاحت وویل چې په سوریه کې دېد حل یوه غېر متشدده او غېرنظامی لاره ولټول شی څو پرمخ ولاړ شو.

د سورېې د کورنۍ جگړې د پایته رسولو په غونډه کې نن د سه شنبی په روځ اردن، قطر، سعودی عربستان ترکیې او عرب اماراتوبرخه اخیستی وه. ددغو هېوادونو گډون په دې مجلس کې ځکه مهم دی چی امریکا دانیت لری چی په منځنی ختیځ او په سوریه کې د سولی او ثبات لپاره د سیمی دهېوادونو ونډه حیاتي اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG