د لاس رسي وړ اتصالات

له غورماچ څخه د ترکیې تر روغتونه د ریزه گل کیسه


ريزه ګل د امریکا غږ سره په مرکه ویلي چې د ميړه له ډير ظلم څخه په پټه د خپلې وړې لور سره په توره شپه راوتښتيدله او د پلار کورته راغله. ٢۴ ورځې وروسته د کلی د سپين ږيرو په جرگه او د خسر گنۍ په ننواتو بيرته د ميړه کورته روانه شوه، خو په لار کې يي د میړه له خوا پزه پرې شوه.

ریزه گل د فاریاب ولایت د غورماچ په لېرې پرته او ناامنه ولسوالۍ کې ژوند کاوه چې د پزې د پریکیدو له پیښې وروسته لومړی د غورماچ په روغتیایي مرکز او بیا د فاریاب په دولتي روغتون کې بستر شوی وه. هغه وروسته بیا د کابل یو روغتون کې بستر شوه او له هغه ځایه ترکیې ته د درملنې لپاره یووړل شوه.

که څه هم چې د ښځو چارو وزارت د نورو کلونو په پرتله په تیر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې ښېې خو وروستې زړه بوږنونکې پېښې څرګندوي چې افغان میرمنې له پر له پسې دردونکي تاوتریخوالو سره مخامخ دي.

د ښځو چارو وزارت شمېرې ښېې چې تیر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴ زره قضیې ثبت شویدي.

د ښځو د چارو فعالان او شنونکي عدالت ته د ښځو په نه لاس رسي انتقاد کوي او وایي چې په دې اړه د تیرو کلونو هڅو لږې پایلې درلودې.

ريزه گله د ترکيې له روغتون څخه د اشنا راډيو سره په مرکه کې د خپل ژوند د ناخوالیو او خپلې روغتيا په هکله غږيدلې ده.

د اشنا راډيو له همکارې نوشابې اشنا سره د ریزه گلې بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:07 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG