د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه فعاله شوه


که څه هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې د شولو د پروسس واړه ماشینونه شته چې غټې او نرۍ وریژې تولیدولای شي، خو دا فابریکه په ختیځو ولایتونو کې لومړنۍ ده چې هر ساعت پنځه ټنه وريژي پروسس او بسته بندي کولای شي.

د ننګرهار په بهسودو خاص کې پدې لویې فابریکې یونیم ملیون امریکايي ډالر لګېدلي چې پنځلس په سلو کې پیسې یې، د امریکا د نړیوالې پراختیا مؤسسې (USAID) ورکړي او نورې د فابریکې جوړوونکي شرکت سمیع ابراهیم لګولي دي.

د فابریکې مشر غلام نبي وايي ددې فابریکې جوړېدل کولای شي تر څلورو زره بزګر او کاریګر له بې روزګارۍ بچ کړي.

"له یو نیم څخه تر دوه زرو بزګر اوس مونږ سره اوس قراردادي دي او تر څلورو زرو کسانو ته د کار زمینه برابروي، مونږ ټولو دولتي ادارو ته تولید ورکولای شو چې له پاکستان څخه به یې کیفیت ښه وي".

هغه زیاتوي چې ددغې فابریکي پر مټ د افغانستان ګڼو ولایتونو تولیدات رسولای شي.

ځايی بزګران هم د وریژو د پروسس دغه فابریکي ته خوشاله دي او وايي تر دې وروسته به یې حاصلات په ښه نرخ خرڅ شي، خو په دې حصه کې په دولت او نړیوالو خیریه ادارو د لا نورو فابریکو د جوړېدل غواړي.

بزګر سید پاچا وايي، " مونږ له نړیوالو موسساتو څخه غواړو چې دغسې فابریکي مونږ ته جوړې کړي چې مونږ د نورو هېوادونو د بزګرو سره سیال شو".

د ننګرهار کرنې ریاست کې د زراعتي تخمونو د تصدیق امر محمد وارث وايي ددغې فابریکې جوړېدلکولای شي چې نور سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅېږي او دا چاره کولای شي لوېدلي بزګر راپورته کړي.

هغه وویل " مونږ ددې فابریکې کیفیت وکوت، ډېر ښه و او دا کولای شي چې نور سوداګر دغسې پانګونې ته وهڅوي".

که څه هم د افغانستان په کچه کرنیزه برخه کې راولاړې ستونزې په بنسټیزه توګه نه دي حل شوي او نیوکه داده چې بزګرو ته کېدونکي خدمات سرسري دي، خو د ډېرو په باور دغه شان فابریکې کولای شي له نورو هېوادونو نه د توکو واردولو مخنوی وکړي.

XS
SM
MD
LG