د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پخواني ولسمشر ریچارد نېکسن ولي استعفا وکړه؟


پخوانی ولسمشر ریچارد نیکسن د ۱۹۷۴ کال د اګست په ۹ مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر په توگه خپله وروستۍ وینا کوي.
پخوانی ولسمشر ریچارد نیکسن د ۱۹۷۴ کال د اګست په ۹ مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر په توگه خپله وروستۍ وینا کوي.

د شنبې ورځ د اګست ۹ مه نېټه د پخواني ولسمشر ریچارد نیکسن د استعفا څلویشتمه کلیزه ده.

هغه ځکه استعفا وکړه چې د واټرګیټ په قضیې کې دخیل و. واټرګیټ دلته په واشنګټن ډي سي کښې یو عصري هوټل دی چې د ۱۹۷۲ کال د جون په میاشت کې په کې یو شمیر جمهوري غوښتونکي کمپاینران د هوټل دننه د ډیموکراتانو عمومي دفتر ته په غلا ورننوتل او د پولیسو له خوا ونیول شول.

دغه قضیه وروسته مطبوعاتو ته راووتله او د واټرګیټ د قضیې په نامه مشهوره شوه او د واټرګیټ مسلې په ملي کچه د امریکا په سیاست کې خپل تاثیرات پرېښودل.

د ۱۹۷۴ کال د اګست ۸ مه نېټه د امریکا په سیاسي تاریخ کې یوه مهم ورځ ده کله چې پخواني ولسمشر ریچارد نیکسن په سپینې ماڼۍ کې د تلویزیون له لارې د امریکا ولس ته اعلان وکړ چې سبا به نوموړی د امریکا د ولسمشرۍ له مقام څخه استعفا وکړي.

ښاغلي نیکسن وویل "ما هیڅ کله ماتې نه ده منلې. دا چې زه د خپلې دورې د پوره کېدو مخکې د ولسمشرۍ مقام پرېږدم زما دپاره ډیره ګرانه خبره ده خو د یوه ولسمشر په صفت باندې زه مکلف یم چې د امریکا ګټې د خپلو ګټو مخکې وبلم."

ښاغلي نېکسن په سپینې ماڼۍ کې خپلو کارمندانو ته د استعفا په ورځ په یوې احساساتي وینا کې د خپل "سیاسي سقوط" یو دلیل داسې بیان کړ "تل مو په یاد اوسه چې نور به ښايي ستاسو څخه کرکه ولري خو هغه کسان چې ستاسو نه کرکه لري تر هغه پورې نه بریالي کېږي ترڅو پورې چې تاسو ځیني کرکه ونکړیْ او کله چې مو کرکه ځینې وکړه داسې پوه شیئ چې ځان مو خراب کړ."

فورډ:په امریکا کې خلک حکومت کوي نه اشخاص

نېکسن د استعفا وروسته جیرالډ فورډ چې د هغه ځای ناستی مقرره شو، هڅه یې وکړه چې یو داسې ملت ته ډاډ ورکړي چې په تاریخ کې یې د لومړي ځل دپاره یو ولسمشر استعفا وکړه.

پخواني ولسمشر فورډ وویل "زما محترمو وطنوالو زمونږ اوږد ملي مصیبت بالاخره پای ته ورسیده. دا معلومه شوه چې زمونږ اساسي قانون کار ورکوي او زمونږ ستر جمهوريت د قوانینو جمهوریت دی نه د اشخاصو. دلته خلګ حکومت کوي."

د یادونې وړ ده چې د نېکسن څو سلاکاران د واټرګېټ په قضیې کې د لاس لرو او د خپل قدرت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور بندیان شول.

د سپینې ماڼۍ په ثبت شويو ټیپونو کې دا افشا شوه چې نېکسن خپلو سلاکارانو ته امر ورکوي چې سي آی ای ته ووايي چې اف بي آی دی د واټرګېټ په تحقیقاتو کې خنډ جوړ کړي.

وروسته کله چې فورډ ولسمشر شو نو نوموړي نیکسن وبخښی او د چارو کارپوهان په دې آند دي چې په همدغه دلیل ښايي هغه د ۱۹۷۶ کال د جمهوري ریاست انتخابات بایلول او پرځای یې ډیموکرات جیمي کارتر د امریکا ولسمشر شو.

دلته په واشنګټن کې د امریکن پوهنتون د تاریخ د څانګې کارپوه الن لیختمن وايي چې د واټرګېټ قضیه د امریکا په سیاسي تاریخ کې یوه ستره قضیه ده.

هغه وايي "د واټرګېټ مسله ډیره مهمه مسله وه. اوس هم مهمه ده. دا په تاریخ کې تر ټولو غټه پېښه ده چې یو ولسمشر او حکوت یې هڅه کوي چې یو ډیموکراتیک بهیر کمزوری کړي."

د نېکسن په سقوط کې د خبریالانو کلیدي رول

د یادونې وړ ده چې د واټرګېټ قضیه په تقریبا دوه نیم کاله وخت کې افشا شوه او زیاتره برخه یې د واشنګټن پوست د خبریالانو باب ووډورډ او کارل برنشتاین له خوا افشا شوه.

لیختمن وايي چې د واټرګېټ په مسلې کې د خبریالانو له خوا د ولسمشر نېکسن د نقش افشا کول یوه ډیره مهمه مسله وه.

هغه وویل "که چیري د باب ووډورډ او کارل برنشتاین مسله نه وای چي داخلي سرچینو ورسره مرسته کوله، نیکسن ښايي ددې مسلې څخه دغسي روغ وتلای وای. بناْ سیستم کار ورکړ خو خطر هم په کښې و او هغه درس چې ځیني زده کړل شو دا وو چې په داسې موارد کې باید د زیات احتیاط څخه کار واخیستل شي."

د واټرګېټ قضیه ددې باعث شوه چې په کانګرس کې د انتخاباتو د کمپاین په مالي برخه کې اصلاحات راشي سره له دې چې ددغو اصلاحاتو ځینې برخې یې د سترې محکمې د وروستیوو پریکړو په ترڅ کې بیرته باطلې شوې.

د واټرګېټ قضیه ددې باعث هم شوه چې د امریکا په سیاسي نظام کې ویش راشي او دغه ویش په دې ورستیو کلونو کې لاپسي زیات شوی دی.

نورمن اورنشتاین په واشنګټن کې د امریکن انترپرایس د انسټیټوټ د سیاسي چارو کارپوه وايي "بلی! اندېښنې زیاتې شوې خو دومره هم نه وې لکه اوس چي دي. اوس مونږ بیلکل ویش نه چي یو ډول قوم ګرايي وینوو. مونږ د امریکا د کورنۍ جګړې راهیسې داسې وضیعت نه دی لیدلی."

امریکایانو د واټرګېټ د قضیې د یوه اړخ په برخه کې خپل فکر بدل کړی دی. هغه دا چې په ۱۹۷۴ کال کې ۵۹ فیصده امریکایانو د ولسمشر فورډ پریکړه چې ریچارد نېکسن یې وبخښه، رد کړه او مخالفت یې ورسره وکړ.

خو په ۲۰۰۲ کال کې د اې بي سي خبري آژانس په یوې سروې کښې ۵۹ فیصده امریکایان په دې باور و چې ښاغلي فورډ ښه کار وکړ چې نېکسن یې وبخښی او هڅه یې وکړه چې هېواد بیرته د یوه غټ سیاسي جنجال وروسته سره یو او متحد کړي.

XS
SM
MD
LG