د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ریکشې په زیاتېدو دي


افغانستان کې ریکشې په زیاتېدو دي
افغانستان کې ریکشې په زیاتېدو دي

د کندوز ښار د چای فروشۍ مارکیټ مخ ته د یو تیز غږ سره یو ځای شنه لوګي اوچتیږي، فکر کیږي چې کوم چا د ریکشې ایکسلیټر اخري حد ته رسولې.

یو ځوان هلک درې ټایریزه ریکشا په یوه څنګ اړولې فکر کیږي چې خرابه به وه، لږه شیبه وروسته یو ځل بیا هغه ریکشې ته ایکسلټر ورکړ.

شین لوګي کې ساه اخیستل ګران شول، عبدالرحیم وایی چې دې له یوه کال راپه دیخوا په کندوز ښار کې ریکشا چلوي او هره ورځ له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حلوي.

که له یوې خوا یو شمیر خلک د ریکشو له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حلوي له بله پلوه یې دښار زیات اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان کې ریکشې په زیاتېدو دي
افغانستان کې ریکشې په زیاتېدو دي

د کندوز په ښار کې ریکشې دومره زیاتې شوي چې نورو موټرو ته په کې دتګ لار نه کیږي، چې ورسره ددغه ښار هوا هم ککړه شوې ده، ددغه ښار اوسیدونکي وایی چې دریکشو له زیاتیدو سره ترافیکي پیښې هم زیاتې شوي دي.

ددغه ښار د تنظیم مسول احسان الله وایی چې په دغه ولایت کې په زرګونو ریکشې چلیږي چې ددوي چارې یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي، هغه وایی چې د زیاتو ترافیکې پیښو علت د ریکشو زیاتوالې دی او په ښار کې ګڼه ګوڼه هم د ریکشو له وجې زیاته شوی چې د سرکونو په غاړه او نورو ځایونو کې ودرول کیږي.

د ترافیکو د مدیریت د ښار د تنظیم مسول احسان الله مني چې دوي په ښار کې د موټرونو د ودریدو لپاره پارکینګ نه لري او زیاتوي چې دغه ستونزه د ښار دماسټر پلان په تطبیق سره حل کیدای شي.

څه موده وړاندې په کندوز کې ریکشې د ترافیکو او پولیسو له خوا نیول کیدې او د فعالیت مخه یې نیول کیده خو د ځینو پیژندلو خلکو له خوا د زیاتو سپارښتنو له امله نیول شوی ریکشې هم بیرته خوشې شوی.

د ښار د تنظیم مسول احسان الله وویل چې دوي به د کومې ریکشې مخه ونیسي، او په ښار کې د ریکشو مخه نیول په دې ستونزمن شوي چې اوس یې شمیر زیات شوی دی، هغه وایی چې ددغو ریکشو یو شمیر قانوني اسناد لري خو زیات شمیر یې غیرقانوني په ښار کې ګرځي.

په کندوز کې تقریبا څلور زره ریکشې هره ورځ ګرځي او د ښار له یوې سیمې نه بلې ته سورلي وړي.

XS
SM
MD
LG