د لاس رسي وړ اتصالات

سخته گرمي د پښتورګو د ناروغۍ سبب کیږي


پوهان وایي چې د گرمۍ په موسم کې باید زیاته اندازه اوبه وڅښل شي

پوهان وایي چې د گرمۍ په موسم کې باید زیاته اندازه اوبه وڅښل شي

ددې څیړنې مشر څیړونکی د کلورادو د دنور پوهنتون استاد ډاکتر ریچارد جانسن، وایي چې له حده زیاته گرمي د پښتورگو د زیانمن کیدو سبب کیږي. هغه زیاتوي چې زیاته گرمي د بدن مایعات ضایع کوي، او انسان د جل وهلو او لمر وهلو سره مخامخ کوي. همداشان هغه دوامدار ناروغۍ چې له مخکې څخه موجودې وي، هغه لا سختوي.

که څه هم چې د شکرې او فشار په ناروغیو باندې اخته کسان تر زیاتې اندازې د پښتورگو په ناروغۍ اخته کیږي، په پرله پسې توگه په سختې گرمۍ کې پاته کیدل او سخت فزیکي فعالیت کول هغه هم په داسې حال کې چې پوره اوبه ونه څښل شي کیدای شي د پښتورگو ناروغي رامنځ ته کړي.

د پښتورگو د دوامداره ناروغۍ نښې په پیل کې نه لیدل کیږي او یواځې د وینې د معاینې له مخې تشخیص کیږي. په پیل کې دغه ناروغي په درملو ښه کیږي، خو د وخت په تیریدو سره کله چې دغه ناروغي د پښتورگو فعالیت ډیر راکم کړي د ناروغ وینه باید د ډیالیز- ماشین په وسیله فلتر شي.

جانسن او همکارانو یې د مرکزي امریکا په گرمو سیمو کې د پښتورگو مزمنې ناروغۍ څیړلي، په ځانگړې توگه د هغو بیوزلو بزگرانو د ناروغیو سوابق چې روغتیایي خدمتونو ته یې منظم لاس رسی نه درلود. دوی وموندل چې د گرمو څپو لاندې پاته کیدل او لږې اوبه څښل هغوی د پښتورگو په ناروغۍ اخته کړي وو. اوس د آسیا په جنوب کې په ځانگړې توگه په هند او سریلاتکا کې په سلگونو زره بزگران د ورته وضیعت سره مخامخ دي.

تیر کال د جون په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې گرمۍ له مجې ډیر خلک روغتونونو ته ولیږدول شول

تیر کال د جون په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې گرمۍ له مجې ډیر خلک روغتونونو ته ولیږدول شول

پوهان وایي چې د گرمۍ د زیان رسوونکو اثراتو د مخنیوي لپاره د ساختماني چارو کارگران، بزگران او ټول هغه کسان چې په دوبي کې د لمر تر وړانگو لاندې کار کوي باید په زیاته اندازه اوبه وڅښي، په وقفو څو ځلې د تر سیورې لاندې کښیني او لږ تر لږه د ورځې په گرمو شیبو کې له کاره لاس واخلي چې د پښتورگو په ناروغۍ باندې اخته نشي.

په تیره یوه پیړۍ کې د ځمکې گرمي شاو خوا د سانتیگراد یوه درجه لوړه شوی ده او اټکل کیږي چې د روانې پیړۍ تر پایه د ځمکې د گرمۍ درجه د سانتیگراد درې یا څلور درجې زیاته شي.

XS
SM
MD
LG