د لاس رسي وړ اتصالات

لومړۍ ورځ: میلانیا ټرمپ او امنیت


میلانیا ټرمپ وویل چې میړه یې ډیر مهربان او خواري کښ سړی دی.‌
میلانیا ټرمپ وویل چې میړه یې ډیر مهربان او خواري کښ سړی دی.‌

د جمهوري غوښتونکې ګوند د کنوانسیون د لومړۍ ورځې تر ټولو مهمه ویناواله د کاندید ټرمپ میرمن، میلانیا ټرمپ وه.‌

میلانیا ټرمپ وویل چې ټرمپ به د ټولو جمهور رییس وي او د سپین او تور او عیسوي او یهود او مسلمان او د اسیایي او افریقایي ترمنځ توپیر نه کوي.‌

هغې زیاته وویل ًزه ټرمپ د ۱۸ کالو راهیسي پیژنم، میړه مې دی او د زوی پلار مې دی، باور وکړی چې ټرمپ به ښایي کله کله د ډیر سخت زړه سړی ښکاري، خو واقعت دا دی چې هغه ډیر مهربان دی.

میلانیا د خپل میړه د کاندیداتورۍ په لومړیو ورځو کې هم یوه وینا کړې وه خو په هغه ځل ډیرې نیوکې ورباندې شوې وې. دا ځل یې انګلیسي هم تر پخوا ډیره ښه وه او اوریدونکو په درنو چکچکو وستایله.

لومړۍ ورځ: امنیت، مهاجرت او سرتیري

د ډونالډ ټرمپ ملاتړی روډي جولیاني چې د سپتمبر د یولسمې د بریدونو پر مهال د نیویارک ښاروال وو، وویل چې متحده ایالات په واضح ډول یو دوښمن لري او هغه د اسلامي سخت دریځو ترهګري ده..‌ بارک اوباما او هیلري کلنټن کمزوري دي او دا کار یی ونکړ.ً

د نیویارک ښار پخواني او ډیر محبوب ښاروال روډي جولیاني د اسلامي سخت دریځۍ د ځپلو غږ وکړ
د نیویارک ښار پخواني او ډیر محبوب ښاروال روډي جولیاني د اسلامي سخت دریځۍ د ځپلو غږ وکړ

جولیاني وویل چې ټرمپ د دیرشو کالو راهیسي پیژني او ډیر بریالیتونه لري.‌

هغه زیانه کړه جې پر هیلري کلنټن باور نه شي کیدلی او ډونالډ ټرمپ د باور سړی دی.‌

ښاغلی جولیاني چې د نیویارک ښار یو ډیر بریالی ښاروال وو او په ځانګړې توګه د امنیتي چارو ماهر مدیر بلل کیږي، پر اوباما او کلنڼتن سختې نیوکې وکړې او وویل چې امریکا باید خپل دښمن وپیژني او هلته ورپسې ورشي.

په امنیتي چارو کې په ویناوالو کې متقاعد جنرال مایکل فلین هم شامل و چې په افغانستان کې یې د کار سابقه لريږ هغه وویل ډونالډ ټرمپ سپینه خبر کوي او او د عمل سړی دی.

د ټرمپ داخلي مخالفین

د دوشنبې په ماسپښین د پلان سره سم د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسبون پیل شو خو ډیر ژر یو شمیر استازو اعتراضونه پیل کړل او غونډه اخلال شوه. اعتراض کوونکو د ګوند په داخلي طرزالعمل کې د بدلون غوښتنه کوله چې استازي ټرمپ ته د رایې ورکولو د مکلفیت څخه ازاد کړي.

د تیرو پنځوسو کالو څخه عرف دا دی چې هر هغه کاندید چې په ابتدایي ټاکنو کې ډیرې رایي اخیستي وي، هغه په کنوانسیون پرته له کوم سیاله د ټولو په خوښه رسماً کاندید اعلان شي، خو دا ځل ځینو استازو ددې تګلارې د بدلیدلو غوښته کوله.

د کنوانسیون د دارالانشا رئیس د استازو څخه غوښتنه وکړه چې د ًهو او یا نه په ویلو سره د ټرمپ کاندیداتورۍ تائید کړي، خو معترضینو ویل چې باید هره یوه رایه ثبت شي او علني وي.

خو کله چې رسمي ویناوې پیل شوې بیا هیچا مزاحمت ونکړ او لومړۍ ورځ بریالۍ وبلل شوه.‌

د غونډې د سبا ویناوې به د امریکا د اقتصاد او ټولنیزو خدماتو په اړه وي او ډیر شمیر سناتوران او مشهور ویناوال رابلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG