د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د سړک د غاړې ماین یوولس ملکیان وژلي


دا پیښه تیره شپه د هلمند د ناوې په ولسوالۍ کې شوې ده.
دا پیښه تیره شپه د هلمند د ناوې په ولسوالۍ کې شوې ده.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ کې د ملګي وګړو یو موټر د سرک د غاړې پر ماین ختلی چې له امله یې یوولس ملکي وګړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، چې دا پیښه د ناوې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې رامخې ته شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل چېد پیښې قربانیان له يوې سيمې څخه بلې سیمې ته روان وو چې د سپرلۍ موټر يې د وسله والو پر اېښودل شوي ماين برابر شوی دی.

ښاغلي ځواک وویل " تيره ماخستن د عينک په سيمه کې د ملکي خلکو ټونس موټر کې ټول ۱۱ تنه سپاره وو چې په چاودنه کې ټوله سپرلۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې وو وژل شوي".

خو نوموړي د ماشومانو او ښځو د شمېر په اړه ناخبري و ښودله.

حکومتي چارواکو د پېښې مسئولیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو پخپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې حکومتي قواوو له دریو ورځو راهيسې نظامي عمليات پيل کړي چې په ترځ کې يې چارواکې د ولسوالۍ د مرکزي سيمو په گډون د ډيرو سيمو د نيول کيدو ادعا هم کړې ده.

وسله والو طالبانو د دغو چګړو په هکله هم تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG