د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې سړک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ یوولس غړي وژلي


دغه چاودنه نن د جمعې د ورځې سهار په یوولس بحو شوې ده.
دغه چاودنه نن د جمعې د ورځې سهار په یوولس بحو شوې ده.

د لوګر ولایتي چارواکي، چېد پیښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو چې د خپلوانو له واده څخه بیرته خپل کورته روان وو، چې د هغویسراچه ډوله موتړ د محمد اغې ولسوالۍ د "دردر" په سیمه کې د سړک د غاړې پر ماین وخوت.

چارواکي وايي، چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې، د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي امريکاغږ ته وويل، چاودنه نن غرمه مهال يوولس بجې د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار سيمې د ”در در‟ په کلي کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.

هغه وويل، په دغه موټر کې سپرې ښځې، ماشومان او يو سړی د خپلوانو د واده له مراسمو نه کور ته پر لاره وو، چې په ياده سيمه کې د سړک پر غاړه په يوه خښ شوي ماين وربرابر شوي دي.

حسيب الله ستانکزي وويل، چې په وژل شوو کې پنځه ښځې، پنځه ماشومان او يو سړی شامل دي، چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

ده دغه راز زياته کړه، چې په پېښه کې دوه ماشومان ټپيان شوي هم دي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي هم د فېسبوک پر ټولنيزه شبکه د يادې پېښې پخلی کړی دی. هغه دا پېښه غندلې او پړه يې د حکومت پر وسله والو مخالفينو اچولې ده.

رزغون ښار د محمداغې ولسوالۍ يوه ناامنيه سيمه بلل کېږي، چې د ولايتي چارواکو په وينا د حکومت وسله والو مخالفينو تر کنترول لاندې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG