د لاس رسي وړ اتصالات

پاچايي واده په انځورونو کې


پاچايي واده په انځورونو کې
پاچايي واده په انځورونو کې

د برتانیې شاهي واده په ټوله نړۍ کي خلکو په زیاته علاقه او تودو احساساتو سره وکوت او د لندن نه تر نیویارک پوري او ددې ښار نه تر هانگ کانگ پوري په ملیونو خلکو ددې مراسمو ننداره وکړه.

اکثره امریکایان عین د سپیدو داغ نه مخکي ویښ پاته وو چي د شهزاده ویلیام او کاترین میډلټن چي د اوږدې مودې راپدې خوا دواړه مینه سره لري، د واده جشن وگوري.

په نیویارک کي خلک د ټایم سکوېر میداني ته راوتلي وو او ځینو یې په دې اړه خاصي جامې اغوستي وې.

د نړۍ د بیلو بیلو ملکونو مطبوعاتو ددې واده په اړه ډیري خپروني وکړې چي هغه ته د لیوالو خلکو مینه ماته کړي. خو ځینو په هغه باندي انتقادونه هم کړي دي. د مثال په توگه د فرانسې خبري آژانس د تاجکستان د جمهوررئیس امام علي رحمان له قوله ویلي دي چي په دې واده کي د زورزیاتي لرونکي رژیم ټولي نښي نښانې څرگندي وې.

هغه ددې واده په اړه د مطبوعاتو تبصرې او خېروني وغندلې او ویې ویل چي په نړۍ کي نوري پېښي هم سته چي له دې نه زیاته توجه باید ورته وسي. برسیره په دې د برتانیې ځینو خلکو هم په دې واده باندي انتقادونه کړي دي.

د برتانیې د شاهي خاندان د ودونو تاریخ ته لنډه کتنه:

کېټ مېډلټن د جمعې په ورځ د برتانیې د شاهي کورنئ تر ټولو وروستئ شاهزادګئ شوه.

که څه هم چې نوموړې د برتانیې په یوې عادي کورنۍ کې زږېدلې ده او بې له دې نه چې اصل او نسب یې په نظر کې ونیول شي، داسې ښکاري چې د برتانیې شاهي کورنۍ نوموړې د خپلې کورنۍ د یوه غړي په توګه منلې ده.

خو که د برتانیې د شاهي کورنۍ د یو شمېر نورو غړو د ودونو تاریخچې ته په زیر او غور نظر واچوئ نو دا خبره ورنه ډېره ښه څرګندیږي چې اکثره د شاهي کورنۍ دغړو ودونه په اسانۍ مخ په وړاندې تللای نشي او د یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږي.

په کال ١٥٢٥ میلادي کې د برتانیې د یوې عادي کورنۍ غړې، میرمن ان بولېن چې یوه ډېره بدمعاشه ښځه وه هغه وخت یې په ټوله برتانیه کې غوغا راپورته کړه چې د برتانیې دهغه زمانې د پاچا اتم هنري سترګې پرې ولګېدلې او پرې عاشق شو چې بالاخره پاچا مجبور شو چې خپله د ٢۴ کلونو راهیسې واده کړې میرمن کاترېن اف اراګون طلاقه کړي خو د برتانیی ستر پادري یا پوپ ورسره ونه منله.

پاچايي واده په انځورونو کې
پاچايي واده په انځورونو کې

نو ددغې پېښې وروسته د برتانیې پاچا د ډېر قهراو غوصې نه د روم کاتولېک کلېسا سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې او د خپل ځان لپاره یې د چرچ اف انګلېنډ نوې کلیسا پرانیستله او مشري یې په خپله غاړه واخېستله.

شپږم هنري بیا خپله فتوا صادره کړه او میرمن کاترین اراګون ته یې طلاق ورکړ او میرمن ان بولېن سره یې واده وکړ.

د همدغې زمانې څخه د رومن کاتولیکانو او برتانیې دچرچ اف انګلېنډ کلیسا ترمنځ موجوده جنجالونه او اختلاف شروع شوي وو.

خو د میرمن ان بولېن سره د شپږم هنري واده فقط درې کاله دوام وکړ او بالاخره یې هغه د زنا په تور اعدام کړه او سر یې ورنه غوڅ کړ.

پاچا په ان بولېن باندې دا بدګوماني لرله چې غوښتل یې د پاچا په خلاف په دربار کې بغاوت شروع کړي او پاچاهي ورنه ونیسي.

که ددغه تارېخي پسمنظر وروسته لږ اخوا د برتانیې د شاهي کورنۍ معاصر دور ته وګورو نو معلومه به شي چې په شاهي دربار کې یوه بله غټه رسوايي هم راپېدا شوې وه.

یوه مشهوره امریکايي اجتماعي شخصیت میرمن والېس سېمپسون چې د خپل مېړه نه یې طلاق اخیستلی ؤ، د برتانیې د شاهي تخت د پخواني وارث شاهزاده اېډوارډ توجه یې ځان ته راجلب کړه او د عاشقۍ په لومه کې یې راګېر کړ.

خو څرنګه چې د بریتانیې شاهي دربار ځان د چرچ اف انګلېنډ مشر او وارث ګڼي نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې دغه امریکايي میرمن د ولیعهد سره مناسبه نه ده.

کله چې پاچا شو، ددې لپاره چې خپل د عاشقۍ مرام ته ورسېږي، شپږم اېډوارډ د خپل شاهي تخت نه تېر شو او د پاچاهۍ نه یې استعفا وکړه.

پاچايي واده په انځورونو کې
پاچايي واده په انځورونو کې

بیا څو نسلونه وروسته د برتانیې ېوې بلې شاهزادګۍ، مارګریټ، چې د ملکي الزابت کشره خور وه، د شاهي دربار د یوه افسر، پېټر ټونسېند ،سره پټه یاري شروع کړه.

خو هغې ته شاهي ماڼۍ اجازه ورنه کړه چې په ښکاره او رسمي توګه ورسره واده وکړي.

شاهزادګۍ د پېټر ټوسېنډ سره د واده کولو وړاندېز قبول کړ، مګر درې کلونه وروسته پښېمانه شوه او د شاهي دربار د یو عکاس، انټوني ارمسټرانګ سره یې واده وکړ چې د هغه نه یې هم په ١٩٧٨ میلادي کې طلاق واخېسته.

ویل کیږی چې هغې په ٢٠٠٢ مېلادي کې د خپل مرګ نه مخکې د څو نورو سړو سره هم یاري درلوده.

تر ټولو تازه پېښه چې رامنځ ته شوه هغه د شاهزاده ویلیم د پلار شاهزاده چارلس د عاشقۍ پېښه ده.

شاهزاده چارلس د لومړي ځل لپاره د١٩٧٠ میلادي په لسیزو کې د کامیلې شانډ په نوم ېوې برتانوۍ میرمنې سره د پولو د لوبې په میدان کې ملاقا ت وکړ خو د هغې نه یې علاوه د یو شمېر نورو ښځو سره هم پټې اړېکې درلودلې.

څو کال وروسته کله چې شاهزاده چارلس په پو ځ کې خدمت شروع کړ، نو د کامېلې سره یې ېاري هم پای ته ورسېده. کامېلې شانډ ډېر انتظار وکړ او نه یې غوښتل چې د شاهزاده سره خپلې اړیکې وشلوي، بیا یې ورسره پټه ېاري ونښلوله.

پاچايي واده په انځورونو کې
پاچايي واده په انځورونو کې

دا هغه زمانه وه چې شاهزاده چارلس د شاهزادګئ ډېانا سره واده کړی ؤ مګر څرنګه چې شاهزادګۍ هم په غلا د پارکر بولز په نوم ېوه ځوان سره ېاري لرله، کله چې دغه خبره افشا شوه نو ډیانا ډېره زیاته غمګېنه شوه.

پاچايي واده په انځورونو کې
پاچايي واده په انځورونو کې

بالاخره د دواړو واده په کال ١٩٩٦ میلادي پر طلاق باندی پای ته ورسېده او شاهزاده چارلس په ٢٠٠٥ مېلادي کې د خپلې مخکینۍ یارې کامیلې پارکر بولز سره واده وکړ.

هغې په لومړي سر کې یو څه ستونزې لرلې خو په کراره کراره په شاهي دربار کې ومنل شوه او عامو خلکو هم ومنله.

یوه بله مېرمن چې په شاهي کورنئ کې ېې غوغا راپورته کړې وه، مېرمن ساره فېرګوسن نومېده چې د شاهزاده چارلس د کشر ورور، شاهزاده انډریو سره یې واده وکړ، چې لس کاله یې دوام وکړ او بیا یې د خپل مېړه نه طلاق واخېسته.

د شاهي کورنۍ یوه بله غړې شاهزادګئ آن، هغه وخت د سخت شرم او خجالت سره مخامخ شوه چې ورته معلومه شوه چې د هغې مېړه مارک فلېپس په نوي زیلاند کې یوه بله معشوقه او یو زوی هم لري.

کله چې ددغه ماشوم اصل هویت په ١٩٩١ کې افشا شو، نو په ١٩٩٢ مېلادي کې شاهزادګۍ د خپل مېړه نه طلاق واخېست او په همدغه کال کې شاهزاده چارلس او شاهزاده انډرېو د خپلو میرمنو ته طلاق ورکړ.

خو که څه هم چې په شاهي دربا رکې ډېرې داسې رسوایی رامنځته شوې، د ملکې الیزابت او دهغې د مېړه شاهزاده فلپ واده د تېرو ٦۴ کلونو څخه تر اوسه پورې په ارامه دوام وکړ.

اوس چې د هغې لمسې شاهزاده ویلیم د کېټ مېډلټن سره واده کوئ، نو دا هېله شته چې بی له کومې ستونزې نه به دوام ومومي.

د شاهزاده وېلېم او کېټ مېډلټن دوستي په نسبي توګه ډېره ارامه وه، او دا به د دواړو په ګټه وي مګر ایا بیا هم که د کومې رسوایی سره مخامخ کیږي که نه، دا به داسې پیښه وي، چې د برتانیې د شاهي دربار تاریخ لیکونکي به یې په غوراو زیر انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG