د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې د شاهي کورنۍ ودونو ته لنډه کتنه


د برتانیې د شاهي کورنۍ ودونو ته لنډه کتنه
د برتانیې د شاهي کورنۍ ودونو ته لنډه کتنه

په لندن کې د شاهزاد وېلېم او پېغلې کېټ د واده په مناسبت، د امرېکا غږ خبرېالې مېرېسا مېلټن د انګلستان د شاهي خاندان د ېو شمېر مشهور غړو د ودونو تارېخ ته ېوه لنډه کتنه کړې

کېټ مېډلټن نن دجمعې په ورځ د برېتانېې دشاهي کورنئ ترټولو وروستئ شاهزادګئ شوه. که څه هم چې نوموړې د برېتانېې ځه ېوه عامه کورنئ کې زږېدلې ده او بی له دې نه چې اصل او نسب ېې په نظرکې ونېول شي، داسې ښکاري چې د برېتانېې شاهي کورنئ نوموړې د خپلې کورنئ د ېوه غړي په توګه منلې ده.

خو که د برېتانېې دشاهي کورنئ دېو شمېر نورو غړو د ودونو تارېخچې ته په زېر او غور نظر واچوئ نو داخبره ورنه ډېره ښه څرګندېږی چې اکثره د شاهي کورنئ دغړو ودونه په اسانئ مخ په وړاندې تللې نه شي او دېو لړ ستنوزو سره مخامخ کېږي.

په کال ١٥٢٥ مېلادي کې دبرېتانېې دېوې عادې کورنئ غړې، مېرمن ان بولېن چې ېوه ډېره بدمعاشه ښځه وه هغه وخت ېې په ټوله برېتانېه کې غوغا راپورته کړه چې د برېتانېې دهغه زمانې دپاچا اتم هنري سترګې پرې ولګېدلې او عاشق شو پرې چې بالاخره پاچا مجبور شو چې خپله د ٢۴ کلونو زوړ واده دخپلې مېرمنې کاترېن اف اراګون ورسره مات کړي او طلاق ېې کړي. مګر د برېتانېې ستر پادري ېا پوپ ورسره ونه منله.

نو ددغې پېښې په تعقېب د برېتانېې پاچا د ډېر قهراو غوضې نه د روم ماتولېکانو دکلېسا سره خپلې ټولې اړېکې وشکولې او د خپل ځان لپاره دچرچ اف انګلېنډ نوې کلسېا پرانېسله او مشري ېې په خپله غاړه واخېستله. شپږم هنري بېا خپله فتوی صادر کړه او مېرمن کاترېن اراګون ته ېې طلاق ورکړ او مېرمن ان بولېن سره ېې واده وکړ.

دهمدغې زمانې څخه درومن کاتولېکانو او برېتانېې دچرچ اف انګلېنډ کلېسا ترمنځ موجوده جنجالونه او اختلاف شروع شوي وو.

خو دمېرمن ان بولېن سره دشپږم هنري واده فقط درې کاله دوام وکړ او بالاخره ېې هغه دزنا په تور اعدام کړه او سر ېې ورنه غوڅ کړ. پاچا په ان بولېن باندې دا بدګوماني لرله چې غوښتل ېې دپاچا پر خلاف په دربار کې بغاوت شروع کړي او پاچاهي ورنه ونېسي.

که ددغه تارېخي پس منظر وروسته لږ اخوا دبرېتانېې دشاهي کورنئ معاصر دور ته وګورو نو معلومه به شي چې په شاهي دربارکې ېوه بله غټه رسواېې هم راپېدا شوې وه.ېوه مشهوره امرېکاېې ټولنېزه شخصېته والېس سېمپسون چې د خپل مېړه نه ېې طلاق اخېستلی ؤ، دبرېتانېې دشاهي تخت دپخواني وارث شاهزاده اېډوارډ توجه ېې ځان ته راجلب کړه او دعاشقئ په لومه کې ېې راګېر کړ.

د برتانیې د شاهي کورنۍ ودونو ته لنډه کتنه
د برتانیې د شاهي کورنۍ ودونو ته لنډه کتنه

خو څرنګه چې دبرېتانېې شاهي دربار ځان دچرچ اف انګلېنډ مشر او وارثګڼي نو ځکه ېې پرېکړه وکړه چې دغه امرېکاېې مېرمن د ولېعهد سره مناسبه نه ده. کله چې پاچا شو، ددې لپاره چې خپل عاشقئ مرام ته ورسېږي، شپږم اېډوارډ د خپل شاهي تخت نه تېر شو او دپاچاهئ نه ېې استعفا وکړه.

بېا څو نسلونه وروسته د برېتانېې ېوې بلې شاهزادګئ، مارګرېټ، چې دملکې الزابت کشره خور وه، د شاهي دربار دېوه افسر، پېټر ټونسېند ،سره پټه ېاري شروع کړه . خو هغې ته شاهي مانۍ اجازه ورنه کړه چې په ښکاره او رسمي توګه ور سره واده وکړي.

شاهزادګئ دپېټرټوسېنډ سره د واده کولو وړاندېز قبول کړ، مګر درې کلونه وروسته پښېمانه شوه او د شاهي دربار د ېو فوټوګرافر، انټوني ارمسټرانګ، سره ېې واده وکړ چې دهغه نه ېې هم په ١٩٧٨ مېلادي کې طلاق واخېسته. وېل کېږی چې هغې په ٢٠٠٢ مېلادي کې د خپل مرګ نه مخکې دڅو نورو سړو سره هم ېاري درلوده.

ترټولو تازه پېښه چې رامنځ ته شوه هغه دشاهزاده وېلېم دپلار شاهزاده چارلس دعاشقئ پېښه ده.نوموړي دلومړي ځل لپاره د١٩٧٠ مېلادي په لسېزو کې دکامېلې شانډ په نوم ېوې برېتانوئ مېرمنې سره د پولو دسپورت دلوبو په مېدان ملاقا ت وکړ خو دهغ ېنه ېې علاوه دېو شمېر نورو ښځو سره هم پټې اړېکې درلودلې. څو کال وروسته کله چې شاهزاده چارلس په پو ځ کې خدمت شروع کړ ، نو د کامېلې سره ېې ېاري هم پای ته ورسېده. کامېلې شانډ ډېر انتظار وکړ او نه غوښتل چې دشاهزاده سره خپل ېاړېکې وشکوي، بېا ېې ورسره پټه ېاري ونښوله.

دا هغه زمانه وه چې شاهزاده چارلس دشاهزادګئ ډېانا سره واده کړی ؤ مګ رڅرنګه چې شاهزادګئ هم په غلا د پارکر بولز په نوم ېوه ځوان سره ېاري لرله. کله چې دغه خبره افشا شوه نو ډېانا ډېره زېاته غمګېنه شوه. بالاخره د دواړو واده په کال ١٩٩٦ مېلادی پر طلاق باندی پای ته ورسېده او شاهزاده چارلس په ٢٠٠٥ مېلادي کې د خپلې مخکېنئ ېارې کامېلې پارکر بولز سره واده وکړ. هغې په لوړمي سر کې ېو څه ستونزې لرلې خو په کراره کراره په شاهي دربار ومنل شوه او عامو خلکو هم ومنله.

ېوه بله مېرمن چې په شاهي کورنئ کې ېې غوغا راپورته کړې وه، مېرمن ساره فېرګوسن نومېده چې د شاهزاده چارلس دکشر ورو ،شاهزاده انډرېو سره ېې واده وکړ، چې لس کاله ېې دوام وکړ او بېا ېې دخپل مېړنه طلاق واخېسته.

دشاهي کورنئ ېوه بله غړې شاهزادګئ ان هغه وخت دسخت شرم او خجالت سره مخامخ شوه چې ورته معلومه شوه چې دهغې مېړه مارک فلېپس په نوي زېلاند کې ېوه بله معشوقه او ېو ځوئ هم لري. کله چې ددغه ماشوم اصل هوېت په ١٩٩١ کې افشا شو،نو په ١٩٩٢ مېلادي کې شاهزادګئ د خپل مېړه نه طلاق واخېسته او په همدغه کال کې شاهزاده چارلس او شاهزاده انډرېو دخپلو مېرمنو ته طلاق ورکړ.

خو که څه هم چې په شاهي دربا رکې ډېرې داسې رسواېېګانې رامځ ته شوې ، د ملکې الېزابت او دهغې د مېړه شاهزاده فلپ واده د تېرو ٦۴ کلونو څخه تراوسه پورې په ارامه دوام وکړ. اوس چې دهغې لمسې شاهزاده وېلېم د کېټ مېډلټن سره واده کوئ، نو دا هېله شته چې بی له کومې ستونزې نه به دوام ومومي. دشاهزاده وېلېم او کېټ مېډلټن دوستي په نسبي توګه ډېره ارامه وه، او دا به د دواړو پهګټه وي مګر اېا بېا هم که د کومې رسواېې سره مخامخ کېږي ، دا به داسې پېښه وي، چې د برېتانېې د شاهي دربار تارېخ نوېسان به ېې په غوراو زېر انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG