د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالان طالبانو سره مشروطې خبرې غواړي


ټاکل شوې نن د ناټو مشران په دغه ځای کې سره خپلې غونډې پیل کړي.
ټاکل شوې نن د ناټو مشران په دغه ځای کې سره خپلې غونډې پیل کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په وارسا کې د ناټود سرمشریزې له ګډونوالو غوښتي، ترهغې چې طالبان نړیوال بشري حقونو منلو ته غاړه نه وې ایښي ورسره دې له هرډول خبرو ډډه وشي.

همداشان د بې پولې خبریالانو ټولنې یا ارایس ایف، په وارسا کې د جمعې او شنبې په ورځو د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو غونډې د جوړیدلو وړاندې د دغې سرمشریزې له ګډونوالو او افغان حکومت هم غوښتي دي چې په خپل ټول توان دې د افغان رسنیو او خبریالانو څخه ملاتړ او ساتنه وکړي.

دې ټولنې په یوه اعلامیه کې چې له پاریس څخه خپره شوې، په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د دښمنانو هڅو یادونه شوې، د وارسا د سرمشریزې له ګډونوالو په کلکه غوښتل شوي، چې په څرګنده دې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي.

د دې ټولنې عمومي منشي کریسټف دولوار ویلي "په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغانستان څخه د ملاتړ په هکله د لارو چارو په لټولو غور کوي، مونږ د ناټو د غړو هیوادونو څخه غواړو چې د خبر رسولو ازادۍ ته خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي. مونږ باور لرو او د وروستیو پنځلس کلونو تجربو هم زمونږ دا باور تائیدوي چې د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ د تضمین او د خبریالانو د ساتنې پرته نه شي کیدای چې سوله، امنیت او اساسي ازادۍ تضمین شي. خبرې او نړیوالې مرستې باید د خبر د ورکولو د ازادۍ اود وژل شوو او زورول شوو خبریالانو عاملینو ته د سزا د ورکولو د تعهد پورې مشروطې شي".

ار ایس ایف وایي، چې په تیرو پنځلس کلونو کې د افغان خبریالانو او نړیوالې ټولنې په مرسته رسنیو پرمختګ کړی دی.

دا مهال په افغانستان کې ۴۸ تلویزیونونه، ۱۶۰ راډیو ۱۹۰ چاپي رسنۍ او ۱۲ خبري اژانسونه فعالیت کوي.

خو دا ټولنه وایي، خبریالانو د ۲۰۰۱ کال راهیسې د بیان د ازادۍ لپاره خورا زیاتې قربانۍ ورکړي دي. تر ننه په دغه هیواد کې ۳۵ خبریالان د خپل کار په ترڅ کې وژل شوي، چې ۱۶ یې بهرنیان دي.

د ارایس ایف ددغه بیان له مخې ۱۹ افغان خبریالان په ولایتونو کې وژل شوي چې د بې پولې خبریالانو د ټولنې د بیان له مخې په ټولو وژنو کې عاملینو ته د سزا د ورکولو په برخه کې مصئونیت تر سترګو کیږي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي، چې د طلوع نیوز د خبریالانو وژل د طالبانو د دیموکراسۍ او سولې ضد سیاست په ډاګه کوي.

تیرکال د جدي د میاشتې په ۳۰مه د چهارشنبې په ماښام د "موبي ګروپ" د کابورا پروډکشن په یو موټر په یو ځانمرګي برید کې اوه تنه ووژل شول. دا برید طالبانو له واکمنۍ د پرځیدلو وروسته په رسنیو د دغې ډلې ترټولو خونړی برید و.

طالبانو د تیرکال د میزان په ۲۰مه په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان وکړ، چې د طلوع او یک خصوصي تلویزیونونه یې په خپلو پوځي اهدافو کې شامل کړي دي.

طالبانو ویلي چې له دې وروسته به ددغو تلویزوني شبکو هیڅ کارکوونکی مصئون نه وي.

ارایس ایف وایي، په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو سره د خبرو په برخه کې متضاد دریځ د مدني ټولنې، د بشري حقونو د ملاتړو او خبریالانو د کمزوري کیدو سبب شوی دی.

دغه ټولنه وایي، د ملګرو ملتونو د وینا له مخې طالبان په څرګنده د ملکي وګړو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې جنګي جنایت ترسره کوي، خو د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه، په دوحه کې د طالبانو د "دیپلوماتیکي" نمایندګۍ څخه ملاتړ کوي.

د دوی په نیا دا په داسې حال کې دي چې ددغه دفتر اکثر غړي د طالبانو پخواني چارواکي دي، چې د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه، طالبانو سره د ناټو د غړو دیموکراتیکو هیوادونو د مشرانو او د افغان حکومت خبرې پرته د دغې ډلې له خوا د نړیوالو تعهداتو او نړیوالو بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ژنیو کنوانسیون ته د ژمنتیا پرته د منلو وړ نه ګڼي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سرطان په ۱۶ ددغسې کوم شرط د وړاندې کولو پرته طالبان د سولې خبرو ته دعوت کړل.

ارایس ایف وایي، د افغانستان تاریخ دا ښودلې چې د عدالت د پلي کیدو پرته سوله نه شي ټینګیدلی.

د افغان رسنیو د ملاتړ ادارو غوښتنه

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارو هم د وارسا د سرمشریزې د ګډونوالو غوښتي دي، چې افغانستان سره دې خپلې مرستې په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ د ارزښتنو او په ځانګړي ډول د ازادو رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ پورې مربوطې کړي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یو چارواکی صدیق الله توحیدي وایي، چې د ناټو د سرمشریزې ګډونوالو څخه غواړي چې خپلې مرستې د بیان د ازادۍ، معلوماتو ته د خلکو لاس رسي، د ازادو او خصوصي رسنیو څخه ملاتړ او هم د ټاکنیز سیستم اصلاح د ټاکنو ترسره کول او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د ژمنو پورې مربوطې کړي.

ښاغلي توحیدي وویل "د افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل شي ترڅو د خبریالانو پروړاندې د زورزیاتې عاملینو ته سزا ورکړي، دوهم افغان حکومت مکلف دی چې له افغان ازادو او خصوصي رسنیو څخه مالي او معنوي ملاتړ وکړي او پرې نږدې چې دا رسنۍ د مالي ، امنیتي او فني ستونزو له امله خپرونې قطع کړي".

توحیدي وایي، د افغانستان د رسنیو استازي له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان حکومت په دې برخو کې یو څرګند تعهد واخلي.

XS
SM
MD
LG