د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د قطر دفتر به په رسنیو د برید مسول وي


 د بې پولې خبریالانو ټولنې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغان رسنیو د وضعیت د ارزونې لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.
د بې پولې خبریالانو ټولنې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغان رسنیو د وضعیت د ارزونې لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، که په افغانستان کې وسله وال مخالفین په تېره بیا طالبان په خبریالانو او یا په رسنیو هر ډول برید وکړي، نو د طالبانو هغه سیاسي استازي چې په بهرنیو هیوادونو کې میشت دي ځواب ویونکي باید وي.

د افغانستان، ایران او تاجکستان لپاره د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر رضاء معیني په کابل کې د خبریالانو د امنیت په یوه کنفرانس کې وویل چې د کندز له پېښې وروسته د طالبانو ګواښ د اندېښنې وړ دی او د ټولو نړیوالو قوانینو په اساس باید دا ډول ګواښونو ته ځواب وویل شي.

رضاء معیني په څرګند ډول د طالبانو د قطر دفتر یاد کړ، چې رسنیو ته د هر ډول ګواښ په صورت کې باید ترې پوښتنې وشي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې دغه لوړ پوړي مسؤل وویل" له دې وروسته طالبان او نورې وسله والې ډلې که د افغانستان په هر ګوټ کې د رسنیو په وړاندې بریدونه وکړي، د دوی بهرني استازي، په ځانګړي ډول د دوی د دوحې دفتر او نور هغه کوربنه هیوادونه چې دغو ډلو سره اړېکې لري، باید ځواب ویونکي اوسي. دا یو ګواښ ندی دا یو واقعیت دی."

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، چې د خبریال امنیت د ټولنې امنیت دی، او په رسنیو برید په ټولنې برید دی.

پدغه کنفرانس کې امنیتي وزارتونو استازو هم برخه اخېستې وه او د خبریالانو د مصؤنیت او امنیت لپاره یې د خبریالانو سره ژمنې وکړې وې ویل چې په هر ډول حالت کې د خبریالانو او رسنیو امنیت ساتي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي وویل د حکومت له خوا هیڅ په رسنیو سانسور او محدودیتونه نشته دي او د خبریالانو امنیت ته مسؤل دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا وویل هیڅ داسې مورد نشته چې خبریال د دفاع د وزارت یا اردو له خوا ګواښل شوی وي.

پدغه کنفرانس کې خبریالانو دا هم ویل چې د دولتي بنسټونو له اړخه خبریالانو ته په ګواښونو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د رسنیو د مصؤنیت بنسټونو ویل چې حکومت باید د هغو ګواښونو مخه ونیسي، چې رسنیو ته مواجه دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر نجیب شریفي وویل تر بل هر وخت اوس د خبریالانو د امنیت په اړه جدي بحث ته اړتیا ده.

د رسنیو مسؤلینو ویل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې رسنیو ښه وده کړې ده خو باید د راتلوونکي لپاره هم د بیان ازادي پر خپل ځای پاتې شي

XS
SM
MD
LG