د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په وړاندې د ایران او پاکستان دریځ


جاجی سېد داود دا فغانستان د نشراتي مرکز رئېس
جاجی سېد داود دا فغانستان د نشراتي مرکز رئېس

یو افغان کارپوه وایي ایران د بن په مسله کې له امریکا سره د طالبانو په خلاف همکاري وکړه خو اوس وايي چې افغانستان اشغال شوېدی.

افغان سیاسي کارپوه حاجي سید داود وایي ، ایران د بن په مسله کې له امریکا سره د طالبانو په خلاف همکاري وکړه، خو اوس وايي چې افغانستان اشغال شوېدی.

د هغه په وینا ایران غواړی ځانته په نړیواله ټولنه کې ځای پېداکړي او افغانستان منزوي کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني: افغانستان تر اوسه پورې دوه ځلې د بهرنېو هېوادونو په واسطه اشغال شوېدی.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس لیکی چې دا لومړی ځل دی چی د اېران ولسمشر حسن روحانی افغانستان ته تللی دی او هلته ېې په خپلو خبرو کې د پنجشبنی په روځ د وحدت او ېووالی لپاره غږ وکړ. رپوټ وايي د ېو شمېر هېوادونو مشرانو د نوي کال د لمانځنې لپاره افغانستان ته سفر کړی و.

د اسو شېتېد پرېس خبری اژانس لیکی چی ولسمشر روحانی افغانستان ته په ډېر مهم وخت کې دا سفر وکړ ځکه چې له ېوې خوانه د افغانستان انتخابات په ېو څو ورځو کې کېږی او له بل پلوه د امریکا او ناټو قواوې له دغه هېوادنه د کال په پای کې وځي.

په دې توگه د امریکا نفوذ به په دغه هېواد کې کم شی. د اېران په شمول ېو شمېر گاونډي هېوادونه لکه پاکستان ، تاجکستان اوېوشمېر نور هېوادونه دېته لېوال دی چې دغه خلا ډکه کړي.

له روحاني سره د هغه د بهرنېو چارو وزیر جواد ظریف هم ملگری و او له ښاغلی کرزی او د تاجکستان له ولسمشر اما م علی رحمانوف سره ېې جلا خبری وکړلی. اسو شېتېد پرېس د فارس د نېمه رسمی خبری اژانس په حؤاله لیکی چې هغه غوښتنه ېې وکړله چې ددی دری فارسی ژبو هېوادونو ترمنځ اړېکی پراخې شي.
د ایران ولسمشر حسن روحآنی په افغانستان کې دنوروز په لمانځنه کې برخه اخیستی وه
د ایران ولسمشر حسن روحآنی په افغانستان کې دنوروز په لمانځنه کې برخه اخیستی وه

اسوشېتېد پرېس لیکی چی روحآنی د نوروز په وېنا کې ووېل چې افغانستان تراوسه پورې دوه ځلې د بهرنېو هېوادونو په واسط اشغال شوېدی.


د هغه اشاره پخوانی شوروي اِتحاد ته وه چې په 1980 لسېزه کې ېې افغانستان اشغال کړی و.

بله اشاره ېې امریکا ته وه چې په 2001 کال کې ېې د ناټو له متحدېنو سره د طالبانو رژېم را نسکور کړ. ولسمشر روحآني وویل چې دغو دواړو قوتونو افغانستان ته تشدد او بنیادگرايی راوستله.

روحاني وویل چې اشغال د تشدد بد مرغه دانې په دغه هېواد کې وکرلی، او ددغه هېواد د خلکو ژوندته ېې تاوان ور واړواه. زما هېواد دایران اسلامی جمهوریت دغه دواړه اشغالونه غندلی دي او د افغانستان له خلکو سره یې په دواړو پړاوونو کې مرسته کړېده.

که څه هم ایران کوشش کوی چی په خپله له امریکا سره اړېکی ښې کاندی خو په افغانستان کې دامریکا حضور چې د خپل انگړپه دروازه کې ېې بولی د ځان لپاره خطر بولی.

همدا لامل دی چی د ا فغانستان دوه اړخېز امنېتی تړون له امریکا سره هم د ځان لپاره خطر بولی او مخالفت ېې کوی؛ ځکه د ا تړون به په زرهاو امریکايی عسکرو او نظامېاتو ته اجازه ورکړی چې په افغانستان کې پاتی شی.

که څه هم روحآني مستقیما د امریکا او ناټو نوم چی قواوی ېې د تېرو تقریبا لسو کلونو راهېسی په جگړه بوختی دي وانخیست، خو د دوه اشغالونو خبرې په دې برخه کې د شک لپاره ډېر لږ ځای پرېښود.

موږ د ښاغلی روحآنی داظهاراتو او د ا یران د عزاېمو په برخه کې چی دافغانستان په هکله ېې لري د افغانستان نشراتي مرکز رئېس حاجی سېد داود سره ېوه لنډه مرکه وکړله. د ښاغلي سید دادو نظر دلته اوریدای شئ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:07 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG