د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني د افغان میرمنو د راتلونکې لپاره خوشبینه ده


میرمن غني: په تیرې یوې لسیزې کې د افغان میرمنو لاسته راوړنې لوی او با ثباته گام دی
میرمن غني: په تیرې یوې لسیزې کې د افغان میرمنو لاسته راوړنې لوی او با ثباته گام دی

په تیرو څلور لسیزو کې د افغانستان د جمهور رئیس میرمن، رولا غني یوازنې لومړۍ میرمن ده چې د ښځو په چارو کې فعالیت کوي او په دې اړه د فعالیتونو لپاره ان ځانگړی دفتر او کاري ډله اداره کوي.

میرمن غني د امریکا غږ سره د یوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې، په تیرې یوې لسیزې کې د افغان میرمنو لاسته راوړنې لوی او با ثباته گام وبالو.

رولا غني زیاته کړه چې افغانې میرمنې به د پرمختگ دغه بهیر ته چې د هغوی د حقونو د ساتلو او بیا را ژوندي کولو لپاره دي، دوام ورکړي.

میرمن غني د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان میرمنې د خپل غږ د اوریدل کیدو لپاره په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې ډیر زړه ورې شوې دي.

خو د دې سره سره میرمن غني زیاته کړه "اوس هم لا د لارې اخر ته نه یو رسیدلي. خو بیا هم هره ورځ د افغان میرمنو وضعیت ښه کیږي."

رولا غني د افغانستان د راتلونکې په هکله هیله مندي وښودله او وې ویل کله چې نوی نسل د افغانستان مدیریت ته ورسیږي "فکر کوم زمونږ د هیواد راتلونکی به ډیر ښه شي."

میرمن غني وویل د افغانستان د میرمنو د پاره د کارکولو نه خوند اخلي.

د افغانستان د جمهور رئیس میرمنې، رولا غني سره د نوشابه آشنا بشپړه مرکه دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG