د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا کې د افغان کډوالو ستونزو میرمن غني وربللې


ارګ ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې میرمن غني د یکشنبې په ورځ د کابل څخه لومړی ترکیې او بیا له هغه ځایه جرمني ته تللې ده.
ارګ ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې میرمن غني د یکشنبې په ورځ د کابل څخه لومړی ترکیې او بیا له هغه ځایه جرمني ته تللې ده.

د کډوالو او راستندونکو چارو وزیر وایي چې په اروپایي هیوادونو کې د افغان کډوالو د منلود هڅو په لړ کې د افغانستان لومړۍ میرمن دغو هیوادونو ته سفر کړی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستندونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې میرمن رولاغني بي بي ګل په پام کې لري چې د افغان مهاجرینو په ستونزه د جرمني د صدراعظمې سره هم وګوري.

ښاغلي بلخي وویل "دومره پوهیږم چې میرمن رولا غني جرمني ته تللې ده او هدف د سفر یې د کډوالو د مسلو په هکله ددغه هیواد د صدراعظمې سره کتنه ده ".

ارګ ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې میرمن غني د یکشنبې په ورځ د کابل څخه لومړی ترکیې او بیا له هغه ځایه جرمني ته تللې ده.

میرمن رولا غني جرمني ته په داسې حال کې سفر کړی چې اروپايي ټولنې د دوشنبی په ورځ په بروسلز کې په یوه بیړنیۍ غونډه کې اروپایي هیوادونو ته د کډوالو مخ په زیاتیدونکي بهیر په وروماتیدو خبرې کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر تامس دی میزر په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې هېواد یې له افغانستان څخه د ډیرو کډوالو په ورتلو اندېښنه لري.

ښاغلي دی میزر وویل" زموږ اندېښنه په جرمني او اوروپا کې داده چې له افغانستان څخه غټ شمېر کډوال راروان دي. موږ نه غواړو چې هغوی دلته په نورو هېوادونو کې وویشو. زموږ پېغام د افغانستان خلکو ته دادی چې هماغلته واوسئ. موږ د اروپا په نمایندگۍ وایو چې موږ به مو له ایتالیا او یونان نه مستقیما افغانستان ته بیرته و لیږو".

هغه زیاته کړله چی د کډوالو کمیسیون به په دې برخه کې له افغانستان سره خبرې وکړي.

د افغانستان د کډوالو او راستندونکو د چارو وزیرهم وایي چې ټاکل شوې په راروانه اونۍ کې دې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د اروپایي ټولنې د میشتو سفیرانو سره په یوه ګډه غونډه کې هم دغو هیوادونو ته دافغان پناه غوښتونکو په مسله خبرې وکړي.

ښاغلي بلخي وویل " دلته او کله چې ژینو ته تللی وم د اروپایي ټولنې د پلاو سره مو یولړ خبرې کړي دي، د کمشنر او د آی او ایم د رئیس سره مو هم کتلي دي، جرمني ته مو پلاوی نه دی استولی خود جرمني سفیر مو راغوښتی او ورڅخه مو غوښتي چې په دې اړه خبرې وشي خو هغه وایي خبرې باید اروپایي ټولنه وکړي او اروپایي ټولنه هم خبرو ته چمتو نه ده یو نزاکت وجود لري ".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار دفتر یو چارواکی وایي چې د دوی د روان عیسوي کال د لومړیو نهو میاشتو شمیرنې ښیي چې د نړۍ ۴۴ هیوادونو کې د ټولو پناه غوښتونکو ۱۹ فیصده یې افغانان دي.

د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد امریکا غږ ته وویل چې د سږکال په لومړیو نهو میاشتو کې په پرمختللو لودیځو هیوادونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې شمیر د تیرکال د همدې مودې په نسبت درې چنده زیات شوی دی.

ښاغلي فرهاد وویل " کولای شو چې ووایو چې په ۲۰۱۵ کال کې مونږ د درې سوو فیصدو زیاتوالي شاهدان یو".

هغه وویل چې سږکال په لومړیو نهه میاشتو کې د ۱۲۴۰۰۰ پورې افغانانو په دغو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې د تیرکال په همدې مودې کې د ۳۰۰۰۰ څخه زیات افغانانو په همدغو هیوادونو کې د پناه غوښتې وه.

ملګري ملتونه د افغانستان څخه پرمختللو لودیځو هیوادونو ته د افغانانو د تګ په بهیر کې د زیاتوالي په عواملو کې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ اقتصادي ستونزې او بې کاري هم د عمده عواملو په توګه یادوي او وایي ددغو غیر قانوني کډوالو زیات شمیر یې ځوانان دي.

XS
SM
MD
LG