د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني: سوله له دښمن سره کیږي نه له دوست سره


میرمن غني،رباني، ریچارد ولسن نن د په افغاني تولنه کې د ښځو د ونډې او پیاړتیا درېیم نړیوال سمپوزیم وروسته خبریالانو سره خبرې کولې
میرمن غني،رباني، ریچارد ولسن نن د په افغاني تولنه کې د ښځو د ونډې او پیاړتیا درېیم نړیوال سمپوزیم وروسته خبریالانو سره خبرې کولې

د افغان حکومت له خوا د اسلامي حزب سره د هوکړې په وخت د ښځو، بشري حقونو او د بیان د ازادۍ په برخو کې د افغانانو د تیرو پنځلسو کلونو لاس ته راوړنو د خوندیتوب په هکله د پرله پسې ژمنو سره سره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په ګډون د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو د دغو لاس ته راوړنو د خوندیتوب په هکله اندیښنه ښودلې او له افغان حکومت یې غوښتي چې دغه حزب او نورو مخالفو ډلو سره د سولې په وخت د افغانستان په اساسي قانون کې ځای شوو ارزښتونو باندې معامله ونه شي.

همدا پوښته نن د افغانستان له لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل او د بهرنیو هیوادونو د استازو څخه په هغه ګډ خبري کنفزانس کې یو شمیر افغان خبریالانو وکړه چې په کابل کې په افغاني تولنه کې د ښځو د ونډې او پیاوړتیا د درېیم نړیوال سمپوزیم په پای کې يې په ارګ کې جوړ کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان حکومت وسله والومخالفانو سره د پخلاینې لپاره درې شرطونه لري چې یو یې د سولې ته دغاړه ایښودلو په صورت کې د مخالفانو له خوا د افغانستان اساسي قانون منل دي.

ښاغلي رباني وویل " اول د افغانستان اساسي قانون په رسمیت پیژندل دي، دوهم د تروریزم سره د اړیکو پرې کول او درییم یې له تاوتریخوالي لاس اخیستل دي، کله چې د افغانستان اساسي قانون په رسمیت پیژني په دغه قانون کې د افغانستان د ښځو او سړو ونډه ډیره څرګنده ده او په دې هکله هیڅ اندیښنه ونه لري".

خو د افغانستان لومړۍ میرمن پخپله د هغه خبریال څخه وپوښتل چې د اسلامي حزب سره د پخلاینې په صورت کې د ښځو د تیرو پنځلسو کلنو لاس ته راوړنو په باب له میرمن غني څخه کړې وه.

میرمن غني وویل" ځواب راکړه ایا تاسو سوله غواړئ، (خبریال وویل هو) نو سوله له دښمن سره کیږي له دوستانو سره نه کیږي، دوستانو سره د سولې د کولو حاجت نشته دی ".

په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچارډ اولسن څخه هم د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د پخلاینې په باب پو‎ښتنه وشوه، چې هغه وویل د امریکا متحده ایالات د وسله والو مخالفانو سره د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي اولسن وویل "اجازه راکړئ د پخلاینې په برخه کې چې د بهرنیو چارو د وزیر په څرګندونو یو څه ورزیات کړم، د امریکا متحده ایالات له خپل وار باور لري چې ترټولو ښه لار چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې بهیر دی، مونږ مخالفانو ته د لاس د غځولو په برخه کې د ملي یووالي د حکومت له هڅو ملاتړ کوو ، زه فکر کوم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې په بهیر کې د طالبانود نه ګډون له پریکړې مونږ ټول خواشیني شوي یو" .

ریچارډ اولسن د دغو هڅو په لړ کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د څلور اړخیز بهیر پنځمه غونډه هم یاده کړه.

د حکمتیار اسلامي حزب سره د افغان حکومت د پخلاینې په هکله د نورو نړیوالو غبرګونونو په لړ کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني دایمي استازي زلمي خلیلزاد هم غبرګون ښودلی او د افغانستان اساسي قانون د منلو او زورزیاتې ته شا د اړولو په صورت کې یې ګلبدین حکمتیار سره د افغان حکومت پخلاینه یو ښه ګام بللی دی.

زلمي خلیلزاد نن د شنبې په ورځ د کابل د خوشال خان په مینه کې د افغانستان د پوهنې وزارت ته د خپلې مور زهرا خلیلزاد په نوم د انجونو د یوې لیسې د ودانۍ د سپارلو یوې غونډې کې د ګډون وروسته خبریالانو ته وویل چې که چیرې حکمتیار د نوي افغانستان منلو ته چمتو وي نو که افغانستان ته راشي دا ښه کار دی.

ښاغلي خلیلزاد وویل " کله چې یو دښمن چې مخالف وي او دې پایلې ته ورسیږي چې کومه لاره یې چې تعقیبوله سمه نه وه او دا نوی سیستم چې راغلی اساسي قانون یې او هغه فلسفه چې دا نوی سیستم پرې ولاړ دی مني دا پخپله بریالیتوب دی که په دغسې شرایطو راځي دا یو مثبت قدم دی ".

تیره ورځ زلمي خلیلزاد یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او نور هغه کسان چې د ښاغلي خلیلزاد پر وینا کابل یې وران کړی باید د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي.

XS
SM
MD
LG