د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ګارنیزیون د روشنايي غورځنګ پر لاریون بندیز ولګوه


د روشنایي غورځنک وایي چې د نن ورځې په اوږدو کې به دا څرګنده کړي چې سبا ته به لاریون وکړي او که نه.
د روشنایي غورځنک وایي چې د نن ورځې په اوږدو کې به دا څرګنده کړي چې سبا ته به لاریون وکړي او که نه.

د کابل ګارنیزیون د روشنايي غورځنګ له مشرانو څخه غوښتي، چې د امنیتي ستونزو له امله د هر ډول غونډې او لاریونونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهوري ریاست له روشنايي غورځنګ څخه د مذاکراتو غوښتنه کړې، خو د کابل ګارنیزون د دغه غورځنګ له مشرانو څخه غوښتي، چې د امنیتي ستونزو له امله د لاریونونو او غونډو له ترسره کولو ډډه وکړي.

ټاکل شوې چې سبا د روشنايي غورځنګ یو ځل بیا له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لیږد په اړه د افغان حکومت د پریکړې پر ضد لاریون وکړي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل د ګارنیزیون قومندانۍ مسؤولینو نن په یوې خبري غونډه کې د لاریونونو او اعتراضي غونډو پر جوړولو بندیز ولګوه.

د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال ګل‌نبي احمدزي وویل، چې د قانون له مخې پولیس د لاریونونو د امنیت د ساتنې دنده په غاړه لري، خو د کابل ښار امنیتي وضعیت ته په کتو په اوس وخت کې د ترسره کولو لپاره زمینه برابره نه ده.

جنرال احمدزي وویل " ټاکل شوې، چې تش په نامه د روشنايي غورځنګ له خوا لاریون وشي، د دندې او مسؤولیتونو پر بنسټ، د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو د قانون د ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳ او ۲۴ مادې پر بنسټ او د هیواد د ملي امنیت شورا د پریکړې له مخې د امنیتي ملحوظاتو له کبله ممنوع اعلانېږي".

د کابل د ګارنیزیون قوماندانۍ خبرداری ورکړی، چې د هرډول احتمالي ناوړې پېښې مسؤولیت به د لاریون د تنظیموونکو په غاړه وي.

خو د روشنايي غورځنګ یو مسؤول جعفر مهدوي امریکا غږ ته وویل، قانون یوازې په اضطراري حالاتو کې، چې د ولسي جرګې له تائید وروسته او د حکومت له خوا په رسمي توګه اعلان شوي وي، د لاریونونو ترسره کول ممنوع کړي دي.

د جعفر مهدوي پر وینا په عادي وضعیت کې حکومت د لاریونونو پر ترسره کولو د بندیز لګولو حق نه لري.

هغه وویل "که مو لاریون وکړ، د قانون په چوکاټ کې یې کوو د مدني اعتراضونو آزادي زموږ مدني حق دی چې د افغانستان په اساسي قانون کې صراحت لري، حکومت حق نه لري چې موږ منع کړي".

په همدې حال کې افغان حکومت د روشنايي غورځنګ له مسؤولینو سره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي، چې حکومت مدني فعالیتونو ته د درناوي ترڅنګ د خلکو د غوښتنو پر سر بحث ته چمتو دی.

د جمهوري ریاست د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي "د ملي وحدت حکومت د یو شمېر هغو معترضانو ( مشهور په روښنايي غورځنګ) چې خبرو ته یې ترجیح ورکړې ده، تر څو حکومت سره بحث وکړي د قدرداني تر څنګ، نورو معترضانو ته هم بلنه ورکوي چې د دغه بهیر هرکلی او ملاتړ وکړي".

په دغې اعلامیې کې افغان حکومت د روشنايي غورځنګ او حکومت ترمنځ د خبرو د زمینې د برابرولو لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) او یو شمېر نورو مدني بنسټونو د منځګړیتوب هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روشنايي غورځنګ له مشرانو څخه غوښتي، چې لاریون ونکړي او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره له حکومت سره مذاکره وکړي.

د روشنايي غورځنګ پر لاریون باندې په داسې حال کې بندیز لګول شوی، چې له دې مخکې د روان کال د اسد میاشتې په دویمه نېټه دکابل ښار په دهمزنګ څلورلارې کې د دغه غورځنګ پر لاریون ځانمرګي بریدونو کې څه باندې ۸۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۳۰ تنه ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG