د لاس رسي وړ اتصالات

د روشنایي غورځنګ بیا لاریونونه پیلوي


څه موده وړاندې زرګونو کسانو سالنګ له لارې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا د مزي د غځولو د پریکړې په مخالف کې لاریون وکړ.
څه موده وړاندې زرګونو کسانو سالنګ له لارې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا د مزي د غځولو د پریکړې په مخالف کې لاریون وکړ.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د روشنایي غورځنګ له خوا افغان حکومت ته تردوو اونیو له ترکمنستان څخه د سالنګ له لارې د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټو د مزي د غځولو د پروژې په باب د کابینې د پریکړې د بدلولو مودې د ورکولو په غبرګون کې وویل چې که هدف بامیانو ته د بریښنا رسول وي، نو دا کار پیل شوی او که روشنایي غورځنګ نور اهداف لري نو هغه دې څرګند کړي.

ښاغلي مرتضوي وویل " که چیرې د بامیانو د بریښنا مسله وي، تاسو خبر یاست چې بامیانو ته د بریښنا رسولو تفاهم لیک څو اونۍ وړاندې په رسمي توګه د جمهور رئیس په حضور کې لاسلیک شو، د سرطان په میاشت کې یې کار حتمي پیل کیږي او د ۱۳۹۸ کال د قوس تر میاشتې په لومړي پړاو کې شل زره کورنو ته بریښنا برابریږي او ترشپږو میاشتو د مرکزي سیمو د سروې کار بشپړیږي ".

ښاغلي مرتضوي وویل چې دا ټول کارونه د خلکو د غوښتنو له مخې د ملي یووالي د حکومت له خوا ترسره شوي دي.

د تیرې جمعې په ورځ د اختر په درییمه د روشنایي غورځنګ د کابل په لودیځه خوا کې د شهید مزاري جومات کې په یوه لویه غونډه کې افغان حکومت ته تردوو اونیو وخت ورکړ چې له ترکمنستان څخه د سالنګ له لارې د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټو د مزي د غځولو د پروژې په باب د کابینې پریکړه دې بدله کړي او دا مزی دې د سالنګ پر ځای د بامیانو له لارې دغه ولایت ته وغځوي.

د دې غونډې وینا والو چې د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي، د افغانستان د چارو د ادارې پخواني رئیس ډاکټر صادق مدبر، د ولسي جرګې غړي عبدالطیف پدرام او د پارلمان یو شمیر غړي او د روشنایي غورځنګ ځیني چارواکي په کې شامل وو، د افغان حکومت له خوا بامیانو ته د بریښنا د مزي د رسولو پروژه چې تړون یې تیره میاشت په ارګ کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو، د ملي یووالي د حکومت له خوا د خلکو د غلولو یوه هڅه وګڼل شوه او د حکومت څخه د کابینې د پریکړې د بدلیدلو غوښتنه وشوه.

د دې غونډې په پریکړه لیک کې چې د مدني ټولنې د یو فعال عزیز رویش له خوا ولوستل شو، په کې د روشنایي غورځنګ د اهدافو د پوره کیدلو تروخته افغان حکومت ته د پراخه لاریونونو د ترسره کولو خبرداری هم ورکړی دی.

" حکومت تر دوو نورو اونیو فرصت لري، ترڅو د هیواد میلیونو اوسیدونکو غوښتنو ته درناوی وکړي او د کابینې د سپکاوي ډکې او غیر عادلانه پریکړې په لغوه کولو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ بریښنا د مزي لیږد خپل اصلي لارې ته چې د بامیان – میدان وردک لار ده وګرځوي ".

د روشنایي غورځنګ د افغان حکومت له خوا د پریکړې د نه بدلون په صورت کې د اسد د میاشتې له لومړۍ ورځې د نامحدودو پراخو لاریونونو ترسره کولو اعلان هم کړی دی.

د روشنایي غورځنګ په پریکړه لیک کې ویل شوي چې دوی به د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره مدني نافرمانۍ ته دوام ورکړي.

دکابینې د پریکړې وروسته د روشنایي غورځنګ پراخه لاریون تر سره کړ چې بیا جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغې پروژې د اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې لپاره یو کمیسیون وټاکه، چې دغه کمیسیون هم د بامیانو پرځای د سالنګ پرلاره د بریښنا د مزي د غځولو په هکله د افغان حکومت د کابینې پریکړه تائید کړه.

تیره میاشت افغان حکومت د اسیا د پرمختایي بانک سره بامیانو ولایت ته د ۳۰۰ کیلو واټه بریښنا د رسولود مزي د غځولو یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ټاکل شوې چې د دغې پروژې د تخنیکي څیړنو کار په روانې لمریزې میاشت کې پیل شي

XS
SM
MD
LG