د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د افغانستان کوکنار نړۍ ته گواښ دی


روسیه: د افغانستان کوکنار نړۍ ته گواښ دی
روسیه: د افغانستان کوکنار نړۍ ته گواښ دی

د روسیې د صدراعظم مرستیال سرگي ایوانوف د یک شنبې په ورځ وویل له افغانستان نه د مخدره موادو قاچاق باید بین المللي سولې او امنیت ته د یوه گواښ په حیث ومنل شي. ده دا خبرې په سنگاپور کې د اسیا د امنیت په کانفرانس کې وکړې.

د روسیې د صدراعظم مرستیال سرگي ایوانوف په سنگاپور کې د اسیا د امنیت په کلنی کانفرانس کې وویل چې د افغانستان په ډیرو برخو کې طالبان او نورې افراطي ډلې د مخدره موادو دغیرقانوني سوداگرۍ په پیسو حمایه کیږي.

ایوانوف وویل: د افغانستان ډیر شمیر اوسیدونکي د تریاکو او ددی مادې نه په جوړوشوو هیرویینو په تولید کې لگیاد دي. مخدره مواد د جنگي ډلو په تمویل کې چې په کې طالبان او نورې ډلې هم شاملې دي ډیره مهمه برخه لري.

افغان بزگران د نړی نوي په سلو کې تریاک تولیدوي او هیروین د افغانستان د شمالي سیمو نه د مرکزي اسیا او روسیې له لارې اروپا، اسیا او امریکا ته رسیږي او دوی له دې مدرکه په ملیاردو ډالر گټه ترلاسه کوي. ایوانوف ویلي دي چې په روسیې کې د تریاکو استهلاک د بې ثباتۍ د یوه عامل په حیث هرکال دیرش زره معتادین د هیروینو د استعمال په سبب مري.

د روسیې د صدراعظم مرستیال د بین المللي هڅو غوښتنه کړیده چې د افغانستان نه د مخدره موادو د وتلو مخنیوی وکړي.

ایوانوف وویل: بین المللي ټولنه او خاصتاً هغوی چې د افغانستان د سولې او ثبات مسئولیت په غاړه لري لکه ایساف باید قوي تعهد وکړي چې د مخدره موادو سره مبارزه وکړي.

د روسیې د صدراعظم د مرستیال دا تبصرې د ډیرو لخوا د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواوو باندې چې په افغانستان کې د طالبانو سره په جگړه اختي دي پورې په انتقاد تعبیر شوي دي.

ایوانوف وویل په که څه هم چې په ١٩٨٠ ومو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد په واسطه د افغانستان اشغال بلاخره ناکام شو، خو د کوکنارو د مزرعو د سوځولو او بزگرانو ته د بدیل معیشت په برابرولو سره د مخدره موادو د کنټرول په برخه کې بریالیتوب ترلاسه شوی ؤ. ایوانوف وویل، نن ورځ بین المللي ټولنه بیا همدغه کار وکړي.

ایوانوف وايي: شوروي اتحاد د زراعتي محصولاتو په کرلو کې پانگه اچولې وه او دغه محصولات یې د بازار د نرخ نه په لوړه بیه رانیول. خو البته چې د بازار بیې نسبې وې.

د ایوانوف دا انتقاد چې د امریکا په مشري د ائتلافي قواوو د مخدره موادو د پالیسۍ خواته متوجه ؤ، کومه نوې خبره نده. ځکه ائتلافی قواوو هم داسې پروگرامونه تمویل کړي چې بزگران دې د کوکنارو په ځای نورې بوټې لکه پنبه او غنم وکري.

مگر ایوانوف وايي چې زیاتو هڅو ته اړتیا ده او روسیه حاضره ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي. همدا اوس روسیه په لوژستیکي، ترانسپورتي او استخباراتي چارو کې په سیمه کې د بین المللي قواوو سره همکاري کوي.

مگر ایوانوف وویل دا چې د شوروي د اشغال ناکامي اوس هم د خلکو په ذهنونو کې پاتې ده، روسیه به هیڅکله خپلې قواوې افغانستان ته ونه لیږي.

XS
SM
MD
LG