د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سره د روسیې د مرستو تازه ژمنې


د افغانستان سره د روسیې د مرستو تازه ژمنې
د افغانستان سره د روسیې د مرستو تازه ژمنې

د افغانستان جمهوررئیس حامد کزي روسیې ته لومړنی سفر کړی او د هغه هیواد د جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف سره یې په اقتصادی او د یپلوماتیکي همکاریو کي د موافقو کولو په باب خبري کړي دي.

ښاغلي میدویدیف پرون د جمعې په ورځ په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وعده وکړه چي د افغانستان د زیربنا د بیا آبادولو سره به مرسته وکړي، چي په دې کي به د بریښنا څو فابریکې او د سالنګ د تونل د ترمیماتو چاري هم شاملي وي.

روسیې ته د ښاغلي کرزي سفر ددواړو هیوادو تر منځ د اړیکو تودیدل په نښه کوي. دا اړیکي په کال ١٩٧٩ کي په افغانستان باندي د هغه وخت د شوروي اتحاد د ناکامه یرغل نه وروسته خرابي شوي وې.

د روسیې جمهوررئیس دا هم وویل چي دی د افغانستان د ثبات د پاره د امریکا په مشري د نړۍ والو قواو د هر ډول کامیابۍ غوښتونکی دی چي کابل وکړای سي تر کال ٢٠١۴ پوري د خپل امنیت چاري په غاړه واخلي.

دواړو مشرانو دا موافقه هم وکړه چي په افغانستان کي به چي په نړۍ کي د اپیمو د تولیدولو ترټولو لوی هیواد دی، د مخدره موادو د قاچاق سره په ګډه مبارزه کوي.

د تیر اکتوبر په میاشت کي د روسیې او امریکا خاصو قواو په افغانستان کي د مخدره موادو د لابراتوارونو د تباه کولو د پاره ګډ عملیات کړي وو.

له بلې خوا ملګرو ملتونو د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي په هغي پریکړي باندي چي د پارلمان پرانیستل یې یوه میاشت وځنډول پرون د جمعې په ورځ " ژوره اندېښنه " څرګنده کړیده.

په افغانستان کی د ملګرو ملتو د مرستو ماموریت ( یوناما ) د امریکا او په افغانستان کي د نورو نقش لرونکو هیوادونو په ملاتړ یوه بیانیه خپره کړې او په هغې کي یې د ښاغلي کرزي نه غوښتي دي چي پارلمان دي د امکان تر حده ژر تر ژره پرانیزي.

د نوو انتخاب سوو وکیلانو اکثریت یې د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه چي پارلمان به د جنوري د میاشتي په ٢٣ مه پرانیزي، که یې جمهوررئیس منظوروي او که یې نه منظوروي.

XS
SM
MD
LG