د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د افغان چارواکو له 'بې بنسټه تورونو' اندیښمنه ده


په کابل کې د روسیې سفارت وايي له طالبانو سره د روسیې د مرستو خبره بې اساسه ده
په کابل کې د روسیې سفارت وايي له طالبانو سره د روسیې د مرستو خبره بې اساسه ده

په کابل کې د روسیې سفارت یوار بیا ویلي چې مسکو له طالبانو هیڅ ډول ملاتړ نکوي.

د ځینو افغان چارواکو پرله پسې تورونو او نیوکو چې ګواکې مسکو له طالب جنګیالیو سره تجهیزاتي مرستې کوي، په کابل کې د روسیې سفارت اندیښمن کړی دی.

سفارت په یوې اعلامی کې ویلي چې دا "ادعاوې واقعیت نلري او بې بنسټه دي".

په دې وروستیو ځینو افغان چارواکو ادعا کړې وه چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې یو شمېر روسان د ډاکټرانو او انجینرانو په جامه کې لیدل شوي دي.

په کابل کې د روسیې سفارت په ځانګړي ډول د کندهار د امنیې قومندان جنرال رازق، د اروزګان د امنیې قومندان جنرال سنګري او د ۲۱۵ قول اردو د مشر جنرال احمدزي هغه تورونه رد کړي چې وايي د طالبانو په لیکو کې روسیي مشاوران فعالیت کوي.

څو ورځې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور په یوه غونډه کې طالبان په څو برخو ووېشل او وویل چې هر هېواد د وسله والو طالبانو یوه ډله تمویلوي.

که څه هم ښاغلي نور د روسیې نوم وانخیست خو وویل چې یو شمېر ناپېژندل شوې الوتکې په شمال کې طالبانو ته مرستې رسوي.

د روسیې سفارت دا ډول تورونه رد کړي او ویلي دي چې باید د ناپېژندل شویو الوتکو په اړه له هغو خلکو پوښتنې وشي چې د افغانستان د هوايي حریم کنترول یې په لاس کې دی.

خو له دې هر څه سره سره افغان حکومت په رسمي ډول دغه ادعاوې نه دي تاید کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره کړې ده چې له پاکستان پرته تقریبآ نور ټول ګاونډیان له افغانستان سره ښه روابط لري.

په همدې حال کې د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر ونسن ستیورټ د امریکا قانون جوړوونکو ته ویلي سره له دې چې له طالبانو سره د روسیې د مرستې نښې نښانې لیدل شوي، خو لا امریکايي چارواکو کوم فزیکي شواهد نه د موندلی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG