د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر مرکزي اسیا د طالبانو د ممکن برید خبرداری ورکړ


طالبانو یوه میاشت وړاندې څو ورځې د کندز ښار ولکه کړی و، او نن یې د تاجکستان سره په پوله د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ونیوله.

طالبانو یوه میاشت وړاندې څو ورځې د کندز ښار ولکه کړی و، او نن یې د تاجکستان سره په پوله د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ونیوله.

د روسیې د استخباراتو رئیس پر مرکزي اسیا باندې د طالبانو او یا د اسلامي دولت د ډلې د برید په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د استخباراتو رئیس الکساندر بورتنیکوف ویلي دي د افغانستان په شمالي پولو کې د طالبانو راټولیدل چې د هغه په وینا یو شمیر یې داعش ته بیعت کړی دی، ددې ډول یو برید امکان رامنځ ته کوي.

افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د دریو جمهوریتونو – ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان- سره گډه پوله لري.

د افغانستان شمالي پولې له اوږدې مودې راهیسې مرکزي اسیا او اروپا ته د مخدره توکو د قاچاق لار گڼل کیږي او مسکو تل له دې درکه اندیښنه څرگنده کړې ده.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې په افغانستان کې وضیعت "کړکیچن حالت ته نژدې" شوی دی.

ښاغلي پوتین د مرکزي اسیا له جمهوریتونو څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې د میشتو سخت دریځو د ممکن برید په وړاندې گډ اقدام ته تیار اوسي.

دا په داسې حال کې دي چې د تخار ولایت محلي مقاماتو تائید کړې ده چې د درقد سرحدي ولسوالي طالبانو نیولې ده. در درقد ولسوالي د تاجکستان سره په پوله پرته ده.

XS
SM
MD
LG