د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیه په افغانستان کې بیا سیالۍ ته وردانګي؟


د روسیې ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره روغبړ کوي
د روسیې ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره روغبړ کوي

امریکايي چارواکي وايي د روسیې د نفوذ ساحه اوس له سوریې او منځني ختیځ څخه نورو سیمو ته پراخه شوې او دا کار د امریکا اندېښنه زیاته کړې ده.

امریکا روسیه تورنوي چې په افغانستان کې طالبانو ته سیاسي مشروعیت او شاید پوځي وسایل هم ورکړي. روسیه له طالبانو سره د اړیکو لرل نه ردوي خو دا تور نه مني چې ګواکې له طالبانو سره پوځي یا سیاسي مرسته کوي.

د امریکا د پوځ یو جنرال جوزیف وټل د امریکا په سنا کې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وویل "زما په فکر، هغوی هڅه کوي چې د نړۍ په دغې مهمې برخې کې خپله نفوذ زیات کړي".

په واشنګټن کې د دیموکراسیو د دفاع د انستیتوت یو څېړونکي بیل روګي سي ان ان ته ویلي " شک نشته چې روسیه خپل نفوذ زیاتوي او هڅه یې دا ده چې یو وارې بیا زبر ځواک شي". نوموړي وویل د روسیې بل هدف دا دی چې په سیمه کې امریکا او ناټو کمزوری کړي.

په واشنګټن کې د نژدې ختیځ د انستیتوت غړې انا وايي" د کریملین د دغو ټولو فعالیتونو څخه داسې معلومیږي چې پوټین تر بل هر څه د لویدیځ د کمزوري کولو او وېشلو هڅې کوي".

ځيني امریکايي چارواکي بیا په دې فکر دي چې روسیه له دې لارې غواړي له امریکا څخه د سړې جګړې د ماتې غچ واخلي.

خو د افغانستان لپاره د روسیې سفیر ضمیر کابلوف د روسیې دولتي رسنۍ، ریا نووستي، ته ویلي "دا ټولې ناسمې ادعاوې دي او موږ یې په اړه څو ځلې خبرې کړي دي. نوره دا مسئله په خبرو نه ارزي، دا خبرې د دې لپاره کیږي چې د امریکا سیاسي او نظامي کمپاینونو شکست توجیه شي".

په افغانستان کې د مسکو اوسنیو فعالیتونو ته داسې کتل کیږي چې روسیه شاید په دې فکر کې وي چې له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته او د طالبانو د ممکنه بېرته راتګ سره به روسیه په ښه دریځ کې وي.

د سولې غونډه

دا خبرې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت په روسیې کې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه وشي. افغان حکومت وايي لا یې په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه نه ده کړې.امریکا هم دغې غونډې ته بلل شوې، خو راپونه وايي چې امریکايي چارواکي په غونډې کې ګډون نکوي.

تېر ځل کابل په مسکو کې د افغانستان په اړه په جوړې شوې غونډې کې برخه نه وه اخیستې. خو پاکستاني چارواکو ګډون کړی و.

په تیرو ۱۶ کلونو کې روسیې او امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې ډیر اختلاف نه درلود، خو په تیرو درو کلونو کې د دغو دوو هیوادونو تر منځ له سوریې نیولې بیا تر ایران یو لړ اختلافات څرګند شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG