د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د داعش خطر مخ په زیاتیدو دی


راپورونه ښیې چې د داعش پلوه وسله وال اکثره د افغانستان په ختیځ کې فعال دي
راپورونه ښیې چې د داعش پلوه وسله وال اکثره د افغانستان په ختیځ کې فعال دي

د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ولیري ګیراسیموف د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې وویل چې په افغانستان کې د داعش د ډلې حضور د تیرکال په موده کې مشخصآ زیات شوی.

جنرال ګیراسیموف د افغانستان په اړه جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس ته وینا کوله او وی ویل اوس مهال په افغانستان کې تر دری زره پورې د داعش د ډلې وسله وال فعالیت کوي.

دغه روسي جنرال دا هم وویل چې په تیرو څوارلسو کلونو کې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید ترڅلویښت چنده زیات شوی چې همدا کال یی مقدار کیدی شي تر اته زره ټنه پورې ورسیږي. هغه وویل دا مقدار د تیرکال په پرتله شل سلنه لوړ دی.

XS
SM
MD
LG