د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې او روسیې اړیکې ښايي نورې هم خرابې شي


په داسې حال کې چې په لندن کې د روسیې د یو پخواني جاسوس د وژل کېدو په هکله تحقیقات پيل شوی دي، د روسیې او لویدیځ ترمنځ اړیکې ښايي نورې هم پسي خړې پړې شي.

څارنوالان د روسیې پر ولسمشر ویلادمیر پوتین باندې تور لګوي چې د یو مافیايي نظام مشري کوي. په عین وخت د بریتانیې شاهي هوايي قواو ددغه هېواد هوايي قلمرو ته نږدې د روسیې بم لرونکي هوايي الوتکې په رادار کې کشف کړي دي. بریتانیوي چارواکو په دغه هېواد کې د روسیې سفیر احضار کړ چې د پېښې په هکله توضیحات ورکړي.

د روسیې دوې تي یو، ۹۵ ډوله الوتکې د چارشنبې په ورځ د بریتانیې هوايي قلمرو ته نږدې په رادار کې ولیدل شوې. د رویل سرویسیز انسټیټوټ څخه د چارو کارپوه الیزیبت کوینتنا وايي چې په اوکراین کې د شخړې د پیل راهیسې د بریتانیې هوايي قلمرو ته نږدې د روسي الوتکو پروازونه زیات شوي دي.

هغه وايي "دواړه خواوې د یو بل دفاعي وړتیاوې آزمايي او ویني چې مقابل اړخ څه ډول غبرګون ښيي او د ضعف په نقطو پسي ګرځي. دغه راز دواړه خواوې په دې کار سره خپل مینځي عدم رضايت هم څرګندوي."

معمولاْ روسي الوتکې د بریتانیې تر شمال پوري پرواز کوي خو دا ځل یې مسیر پر بل استقامت و.

د چارو کارپوه کوانتنا وايي چې الوتکو سینګالونه مړه کړي وو "اولوتکې د بریتانیې تر جنوبي سواحلو پوري راغلي چیري چې د بریتانیې او فرانسې ګډ سرحد دی. الوتکو خپل سیګنالونه هم نه وو روښانه کړي او همدې کار په ځانګړي توګه اندېښنې پیدا کړي دي ځکه دوي د سیګنالونه په نه لګولو سره د اتلانتیک سمندر د زیات ترافیک څخه ځان راتیر کړی دی."

"ماسکو د جټ الوتکو په مرسته غبرګون ښيي"

میرمن کونتنا په دې باور ده چې ماسکو ښايي خپل جنګي جټ الوتکې د بریتانیې خوا ته په دې خاطر سوق کړي وي چې په بریتانیې کې د روسیې د پخواني جاسوس الیکساندر لتویننکو د مړینې په هکله د تحقیقاتو د پیلولو اقدام ته ځواب ووايي.

دغه پخوانی جاسوس په ۲۰۰۰ کال کې بریتانیې ته وتښتیدی او د هغه وخت څخه د روسیې د جمهور ریْس د دفتر سخت منتقد و. هغه په ۲۰۰۶ کال کې مړ شو او په بدن کې یې راډیو اکتفیتي مواد پیدا شول. د مرګ پر کټ باندې هغه د روسیې ولسمشر په دې تورن کړ چې د هغه په قتل کې لاس لري.

بریتانیوي څارنوالان پر دوو روسي جاسوسانو باندې تور لګوي چې لتویننکو ته یې په لندن کې په یوه رسټورانټ کې زهر ورکړي دي. یادشوي جاسوسانو او روسي چارواکو پر دوي باندې لګېدلي تورونه رد کړي دي او په پېښه کې یې خپل دخالت نه دی منلی.

د لتویننکو د کورنۍ مدافع وکیل بن ایمرسن د روانۍ اونۍ په پیل کې شواهد وړاندي کړل او وویل "دا یوه اټمي ترهګري وه او ده چې د یوه غټ ښار په لارو کوڅو کې وشوه او د ګن شمیر نورو خلګو ژوند هم په خطر کې ولویدی چې په لندن کې یې سیمې ته نږدې حضور درلودی."

مدافع وکیل: پوتین د یوه مافیايي نظامي مشر کوي

وروسته مدافع وکیل ایمرسن د روسیې پر ولسمشر ویلادمیر پوتین باندې تور ولګوی او داسي یې وویل "یو حیرانونکی واقعیت به چې د تحقیاتو کمیټې ته افشا شي دا دی چې د روسیې د منظمو جرایمو لویه برخه د کریملن د دفترونو څخه اداره کېږي. د ویلادمیر پوتین روسیه یو مافیايي نظام دی."

د بریتانیې حکومت په پيل کې د پېښې په هکله د تحقیقاتو د ترسره کولو پریکړه رد کړله په دې بنا چې دغه راز اقدام به د روسیې سره د بریتانیې اړیکې خرابې کړي خو تیرکال یې بیرته فیصله بدله کړه او د تحقیاتو امر یې وکړ.

د الیکساندر لتویننکو کونډه وايي چې د روسیې وروستي اقدامات د هغې ادعاګانې ثابتوي"د لویدیځ سره د روسیې ستونزمنې اړیکې او اقتصادي بندیزونه زمونږ ادعاګانې ثابتوي. هغه څه چې اوس په اوکراین کې روان دي دا کولای شي چې ثابت کړي چې روسیه کولای شي چې دغه راز قتلونه هم وکړي."

پلټوونکي به د نورو ۸ اونیو دپاره شواهد وڅیړي او ناظرین توقع لري چې په راتلونکي کې به د روسیې د حکومت پرضد نورې جنجالي ادعاګانې هم مطرح شي.

XS
SM
MD
LG