د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او روسیې ترمنځ د۴٠٠ میلیاردو ډالرو په پروژې هوکړه


د چین او روسیې ترمنځ د غازو د پلورلو تړون
د چین او روسیې ترمنځ د غازو د پلورلو تړون
چین او روسیې په یوې معاملې هوکړه وکړه چې له مخې به یې روسیه د نړۍ دوهم ستر اقتصاد لرونکي چین ته د دیرشو کالو لپاره طبعي غاز برابروي.

څیړونکي واېي د څلور سوه ملیارده ډالرو دا قرارداد د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته یو ښه فرصت په لاس ورکوي، خو د امریکا غږ د خبریالې میل ارسیگا د راپور پراساس دا قرارداد ځنی خطرونه هم لري.

پدې کې هیڅ شک نشته چې د لویدیځ له لورې بندیزونو د روسیې اقتصاد ته تاوان رسولی. کیدی شي همدا دلیل وي چې د چین او روسیې ترمنځ دا لوی قرارداد د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته یوه لویه خبره ده.

ښاغلي پوتین وایي « د مبالغې پرته، دا به په راتلونکو څلورو کلونو کې د نړۍ تر ټولو ستره ساختماني پروژه وي.»

دا پروژه، چې سترې گاز نل لیکې به پکې جوړیږي، د سایبریا د گازو د زیرمو نیولې او ان د چین تر مرکزي ساحو پورې به وغزیږي، له تیرو لسو کالو راهیسی پری کار روان و.

خو د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د روسیې او آیرواسیا د پروگرام معاون جیفري منکاف واېي، « کیدی شي د نورو بندیزونو ویرې، مسکو دغې کار ته هڅولې وي.»

ښاغلی منکاف واېي ددې قرارداد د نهایي کولو لپاره د بیړې په وجه روسیې د یو کمزوري اړخ په توگه معامله کړې. یو دا چې چین پکې برلاسی دی، هغه ددی لویې انرژئ د موافقې قیمت او شرایط دي.

خو اکثره داسی گمان کوي چې دا دیرش کلن قرارداد دواړو غاړو ته یوشان گټې لري. د چین لپاره چې انرژۍ ته تر ټولو زیات اړ هیواد دی، دا پدې معنی دی چې پاک طبعي گاز مستقیماً کورته انتقالوي. او د روسیې لپاره، د اسیا مخ په ودې بازارونو ته لاره مومي.

خو ښاغلی منکاف وایي، دا اتحاد په نړیوال ستیج کې د مسکو د موقف لوړیدو سره هیڅ مرسته نشي کولی.

هغه وایي « ... ستونزه داده چې چین د خپلو آسیایي گاونډیانو، لکه جاپان، ویتنام او د جنوب ختیځې آسیا د ځنو هیوادونو سره په اړیکو کې جدي ستونزه لري او روسیه هم هڅه کوي چې د هغوی سره خپلې اړیکې پراخې کړي، نو په داسې یو حالت کې چې روسیه په آسا کې خپلې اړیکې پراخوي، د داسې ستونزو سره مخ کیږي چې هلته دمخه موجودې دي.»
د روسیې او چین ترمنځ د ۴٠٠ میلیاردو ډالرو معامله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

خو بیا هم، دا قرارداد مسکو ته یو مالي او د نړیوالې اقتصادي حوزې سره د پیاوړو اړیکو لرلو یو فرصت ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده جن ساکي دا قرارداد مهم نه گڼي او واېي دا ډول موافقې د امریکا په پالیسیو کوم اغیز نلري.

هغه وایي « انرژي یو نړیوال بازار دی او پدې تړاو هر وخت نوي قراردادونه کیږي، خصوصاً د روسیې او چین په څیر د لویو پیرودونکو او تولیدونکو په شان. نو موږ به د خپلې ستراتیژئ تعقیب ته دوام ورکړو، کوم چې په روسیې د فشار زیاتیدل دي.»

دا د اروپا لپاره، چې خپل زیات مقدار طبعي گاز د روسیې نه اخلي، یو څه پیچلتیا لري. حتی که چیرته اروپایان د انرژئ نورې سرچینې هم پیدا کړي، اکثره داسی ویره څرگندوي چې د چین دا قرارداد به برعکس، د اوکرائن د بحران په ارتباط، روسیې ته یو ډول امتیاز په برخه کړي.
XS
SM
MD
LG