د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د پولي واحد روبل د ارزښت بیساري راټیټیدل


په ازاد بازار کې د نړیوالو اسعارو په وړاندې د روبل د تبادلې د کچې گراف
په ازاد بازار کې د نړیوالو اسعارو په وړاندې د روبل د تبادلې د کچې گراف

د روسیې د پولي واحد روبل بیه دومره ټېټه شوې ده چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي.

سره له دې چې روسیې ډېره هڅه وکړه چې د روبل ارزښت بیرته لوړ کړي، خو ټولې هڅې یې ناکامه شوي دي.

د مسکو مرکزي بانک پرون د دوشنبې په ورځ ناوخته په یو حیرانونکي اقدام کې د سود اندازه د ۱۰.۵ فیصدو نه یو دم۱۷فیصدو ته لوړه کړه چې د اسعارو د تبادلې په مارکیټ د روبل ارزښت او بیه لوړ وساتي.

د سه شنبې په ورځ د روسیې د پولي واحد بیه یو څه ښه ښکارېده، خو په مسکو کې یو وخت ۸۰ روبله په یو امریکايي ډالر او ۱۰۰ روبله په یو یورو تبادله کېدل.

روبل د لویدیځو اسعارو په وړاندې نژدې ۶۰ فیصده ارزښت له لاسه ورکړی دی، او روسیې چارواکي کوښښ کوي چې د خپل پولي واحد بیه د سود د اندازې په زیاتولو سره لوړه وساتي.

د روسیې د روبل د ارزښت د راټیټیدو گراف
د روسیې د روبل د ارزښت د راټیټیدو گراف

کرملین هڅه کوي چې د روسیې خلکو ته و وايي چې د اسعارو د ارزښت لویدل یې موقتي دي، او ژر به بېرته خپل پخواني حالت ته ور وګرځي، خو داسې نه ښکاري چې دغه ستونزه دې ژر حل شي.

تیره اونۍ هم روسیې د سود اندازه یو فیصد زیاته کړه خو دغو هلو ځلو یې بیا هم ونشو کړای چې د روبل بیه په مارکیټ کې د ډالرو په مقابل کې لوړه وساتي.

د روسیې د پولي واحد د بیو ټېټېدل د تیلو د بیو له رالویدو سره مخامخ ارتباط لري، تیل د روسیې د اقتصاد د ملا تېر بلل کیږي.

د دې ترڅنګ په اوکراین کې د کړکیچ په خاطر د اروپايي ټولنې له لوري په روسیې لګول شویو اقتصادي بندیزونو هم د روبل د بیو او ارزښت په ټېټولو کې رول لوبولی دی. روسیې په اوکراین کې د یاغیانو ملاتړ وکړ.

د روسيې مرکزي بانک وايي د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو میاشتو کې انفلاسیون یا د پېسو پړسوب ۱۱.۵ ته لوړ شوی و.

د سه شنبې په ورځ په نړیوال مارکیټ کې یو بیلر تیل په څه کم ۶۰ ډالره پلورل کېدل.

نړیوال بانک تېره میاشت وړاندوینه کړې وه چې که د یو بیلر تیلو بیه په اوسط ډول له ۷۸ ډالرو کمه شي، د روسيې اقتصاد به په لسو کې اوه را ولویږي.

XS
SM
MD
LG