د لاس رسي وړ اتصالات

ویلادمیر پوتین د روسیې نوی ولسمشر شو


.
.

د روسیې د پرون ورځې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ددغه هیواد صدراعظم ویلادمیر پوتین د بریالیتوب ادعا کړې ده. خو په داسي حال کې چې د روسیې مشر د نړۍ په تر ټولو غټ هیواد کې مشهوره دی ددغه هیواد په پلازمېنې مسکو کې یې شهرت لا پسي کم شوی دی.

د بیرغونو او خلګو ترشا په قطارونو قطارونو بسونه ولاړ وو. میخایل دوخوویچ چې د ولسمشر پوتین پلوی دی وايي چې هغه او زیات شمیر نور مسکو ته په دې خاطر راغلي دي چې د پوتین بریالیتوب خوشحالي ولمانځي.

میخایل دوخوویچ داسی وايي: ،،ویلادمیر پوتین رېښتینی کاندید دی. یواځنی رېښتنی کاندید چې د نورو په شان یواځي خبري نه بلکې واقعي کارونه هم کوي.هغه د دې هیواد دپاره په اتو کلونو کې چې ولسمشر وو، ډیز زیات کارونه وکړل.،،

د میخایل دوخوویچ دپاره دا ستونزه نه ده چې پوتین تر ۲۰۲۴ کاله پوري د روسیې ولسمشر پاته شي یعنی راتلونکې دوره هم وګتي.

هغه داسي وايي ،،که چیري هغه بیا ولسمشر شي نو د دوولسو کلونو دپاره به هغه کافي وخت ولري چې د روسیې پاتې ستونزې هم حل کړي.،،

بلي خوا ته بیا په ماسکو کې لاریون کونکي د روسیې د ګوټ ګوټ نه راغونډ شوي دي.

اولګا میخایلوفه یوه دوکانداره ده هغه داسي وايي: ،،کله چې پوتین په واک کې و، زه ډیره خوشاله وم. خو اوس مونږ بدلون غواړو چې اقتصاد مو ښه شي او کوچني کاروبارونه وده وکړي.،،

میخایله وايي چې هغې میخایل پروخوروف ته خپل رای ورکړه چې یو تاجر دی.

دا دوه کسه د رایوو د یوه مرکز څخه د رای ورکولو وروسته راوځي. دوي وايي چې د پوتین دپاره یې رای ورکړه. دا چي ولي هغوي داسي وايي: ،،ما پوتین ته رایه ورکړه ځکه میلیونران هیڅ ستونزه نلري، ستونزه زمونږ په شان خلګ لري چې مازي د بقا دپاره شپې سباح کوو.،،

خو ۷۵ کلنه متقاعده لودمیلا ایلبکري چې پخوانې اقتصاد پوه ده وايي چې خلګ بدلون غواړي اوپه همدغه دلیل یې میخایل پروخروف ته رایه ورکړې ده.

هغه داسي وايي: ،، خلګ بدلون غواړی دوي غواړي چې په یوه بل ډول هیواد کې ژوند وکړي،،

د لودمیلا سره د پوهنتون یوه پروفیسوره انکا خوروا چې هغه هم متقاعده ده موافقت لري،،باید یو تحریک رامنځ ته شي. باید مظاهرې وشي باید بیلابیل غږونه سره یوځای شي.،،

د دوشنبې په شپه به بیرغونه او پوسترونه د اوپوزیسون په لاس کې وي او پخوا ته په کتو سره د ماهرینو له قوله د دوي اکثریت به د ماسکو اوسیدونکي وي.

XS
SM
MD
LG