د لاس رسي وړ اتصالات

د روسيې د پارلماني انتخاباتو اکثریت څوکۍ "متحده روسي ګوند" ګټلي دي


راپورونه وايي، د روسيې د پارلماني انتخاباتو نیمايي رایې شمېرل شوي او رسمي پایلې ښيي چې واکمن "متحده روسي ګوند" اکثریت څوکۍ ګټلي دي.

"متحده روسي ګوند" د پارلمان د استازو د جرګې له څلور سوه پنځوس څوکیو څخه درې سوه دری څلوښت څوکې ترلاسه کړي دي.

د ولادیمیر پوتین د متحده روسي ګوند په انتخاباتو کې په سلو کې د ٥۴ راییو په گټلو سره د پارلمان ٧٦٪ څوکۍ خپلې کړي دي.

په دې انتخاباتو کې د روسیې په تاریخ کې ډیرو لږو خلکو گډون کړی و چې د ارقامو له مخې یواځي ۴٨ فيصده خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې دا شمیره پنځوس په سلو کې وه.

د روسیې صدراعظم دیمتري مېدوېدېف د رایو د مرکزونو له بندېدو وروسته وویل "غواړم د خپل هېواد له ټولو وګړو مننه وکړم چې د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او په مدني حرکت سره‌یې رایې ورکړې، دوی په زیات شمېر د متحدې روسیې ګوند ته رایی ورکړې او حتی دا جرئت لرو چې ووایو زموږ ګوند ګټلې ده".

د رایو نتایج چې پرون ناوخته د ټولپوښتنې د دولتي ادارې له‌خوا خپاره شول ښيي چې درېیو نورو لویو ګوندونو د روسیې په ولسي جرګه یا دوما کې خپلې څوکۍ ساتلې دي.

د روسیې لېبرال ډیموکراټ ګوند دوهم او کمونېست ګوند په درېیم مقام کې راغلي دي.

ټاکل شوي چې په ٢٠١٨ یم کال کې به په روسېې کې د جمهوري ریاست د مقام دپاره انتخابات ترسره شي. که څه هم پوټن لا تراوسه ددی اعلان نه دی کړی چې هغه د دی نیت لری چې د بلې شپږ کلنې دوري دپاره به ځان کاندید کړی. خو اکثره خلک داسي فکر کوي چې هغه به نه یواځي په انتخاباتو کې برخه واخلي بلکه وبه یې هم گټي.

که داسي وشي، نو د ولادیمر پوټن د ولسمشري بله دوره چې تر ٢٠٢۴ کاله پوري به دوام وکړی، او هغه به د روسېې په تاریخ کې تر ټولو زیات په واک کې پاته شوي مشر شي.

XS
SM
MD
LG