د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتینرد ګوند پر ضد سترې مظاهرې


د پوتینرد ګوند پر ضد سترې مظاهرې

د پوتینرد ګوند پر ضد سترې مظاهرې

د روسیې خلک چي د وروستیو پارلماني انتخاباتو د نتیجو له کبله په قهر او غوسه دي، نن د شنبې په ورځ یې په ټول ملک کي مظاهرې وکړې

مظاهره چیانو پدې کار سره یې صدراعظم ویلادیمیر پوتین او د هغه د روسیې متحد گوند ته تر پخوا ډیر سخت خبرداری ورکړ.

لومړنۍ مظاهره د لیري ختیځ په ګڼ ښار کي پیل شوه. تقریبا ٢٠ کسه د

( خباروسک ) په ښار کي نیول شوي دي.

د ماسکو چارواکو وروسته اجازه ورکړه چي ٣٠ زره خلک په ماسکو کي په هغي میداني کي را غونډیدلای شي چي د کریملین د ماڼۍ مخي ته د سیند په بله خوا کي ده.

ددې هفتې په سر کي د حکومتي امنیتي قواو له خوا دغه ډول مظاهرې سخِي وځپل شوې. خلک دا مظاهرې ددې د پاره کوي چي وایي د ښاغلي پوتین د گوند له خوا په انتخاباتو کي ټگي برگي شوې ده. د هغه گوند که څه هم چي په ولسي جرگه کي تر پخوا د کمو چوکیو په گټلو سره اکثریت ترلاسه کړی دی، مګر داسي ښکاري چي په دې سره به هغه د مارچ په میاشت کي د جمهوري ریاست انتخابات وګټي.

ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزیري هیلري کلینټن باندي سخت انتقاد وکړ، ځکه چي هغې په دغو انتخاباتو او مظاهرو باندي تبصرې کړي دي. هغه هیلري کلینټن په دې وغندله چي مظاهره چیان ددې د پاره راپاروي چي روسیه کمزورې کړي.

XS
SM
MD
LG