د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د سنت پیترزبورگ د پیښې بریدگر وپیژندل شو


د سنت پېټرسبورګ د میټرو په تم ځای حمله کوونکی اکبرجان جلیلوف
د سنت پېټرسبورګ د میټرو په تم ځای حمله کوونکی اکبرجان جلیلوف

روسي مقامات وایي د سنت پیترزبورگ د میټرو په یو تمځای باندې ځانمرگی حمله کوونکی په قرغزستان کې زیږدلی روسی و.

د قرغزستان استخباراتي مقاماتو ویلي دي چې د سنت پیترزبورگ د دوشنبې د ورځې په بمي حملې تورن شخص اکبرجان جلیلوف نومیده او په ١٩٩٥ کې په قرغزستان کې زیږیدلی و.

د روسیې د روغتیا وزیرې ویرونیکا سکورتسووا ویلي چې په دې بمي حملې کې د وژل شویو کسانو شمیر ١۴ تنو ته لوړ شوی دی. په پیښه کې نژدې ٥٠ تنه ټپیان شوي هم دي.

چاودنې د روسیې د سنت پېټرسبورګ د اورګاډو په دوو قطارونو کې د ځمکې لاندې د میټرو په تم ځای کې شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې یو بل بم یې د سنت پیترزبورگ د اورگاډي په یو بل تم ځای کې هم موندلی دی چې د اور وژنې په دبه کې ځای پر ځای شوی و.

د ښار د میټرو ټول فعالیت د دوشنبې په ورځ تر ډیره په ټپه درول شوی و. په دې ترڅ کې مسکو هم خپل ترانسپورتي سیستم کې ټینگ امنیتي تدابیر نیولي دي.

دا پیښه په داسې حال کې کیږي چې د دوشنبې په ورځ د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سنت پیترزبورگ ښار کې و چې غوښتل یې د بیلاروس د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو سره وگوري.

ښاغلي پوتین د دوشنبې په ورځ د پیښې په ځای کې چې د تلف شویو کسانو په یاد د گلانو گیډۍ کښیښودله.

XS
SM
MD
LG