د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: روسیه به پر ناټو باندي ورنسي


د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ ولسمشر اوباما اروپا ته سفر وکړي. د اوکراین وضیعت به یې د سفر د اجنډا په سر کي وي.

په عین حال کي د نړۍ ۷ بډایه هېوادونه به راتلونکې اونۍ په هاګ کي د اټمي امنیت د غونډې په څنګ کي پر روسیې باندي د ممکنه اضافي بندیزونو پر لګولو بحث وکړي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ د ۷ بډایه هېوادونو غونډه راوبلله او روسیې ته یې بلنه ورنکړه. دا په داسي حال کې ده چي روسیه هم ددغي ډلي غړی هېواد و.


د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چي د ولسمشر اوباما د سفر هدف د اروپايي اتحاد، ناټو غړو هېوادونو او جي ۷ هېوادونو سره د امریکا پر ملګرتیا باندي تاکیید کول دي.

هغې داسي وویل ،،مونږ د مخه لا د خپلو اروپايي ملګرو سره چارې له نږدې نه همغږي کړي دي. د جي ۷ هېوادونو لیده کاته به یو فرصت وي چي خپله دغه همغږي لازیات پسي غېښتلې کړو. مونږ به ددې فرصت ولرو چي پر دې بحث وکړو چي څنګه په ګډه د اوکراین خلګو او حکومت ته ځواب وړاندي کولای سو. مونږ به په سیمه کي د ورستیو انکشافاتو په درشل کي د جي۷ هېوادونو د میکانیزم څخه بشپړه ګټه واخلو.،،

میرمن رایس وویل چي د روسیې له خوا د کریمیا د سیمې نیول د دې سبب شوی چي ماسکو د نړۍ څخه لیري سي.

د روسیې ولسمشر پوتین د روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو قانون رسما لاس لیک کړ. روسانو د جمعې په ماښام د کریمیا سره د يوځای کېدو په خاطر جشنونو وکړل.

په پلازمېنې کیف کي بیا د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د جمعې په ورځ د اوکراین د موقت ولسمشر سره د لیدلو پر مهال پر روسي او اوکرایني چارواکو باندي غږ وکړ چي د بحران د حل دپاره دي پر ډيپلوماتیکي لارو چارو غور وکړي.

ښاغلي بان کي مون داسي وویل ،،مخکي له دې نه چي وضیعت د کنټرول څخه ووځي د هغه حکومت او د اوکراین حکومت باید دغه موضوع په سوله ایز ډول حل کړي. اوس دا موضوع په سیمه ایزې او نړیوالې موضوع باندي بدله سوې ده.،،

کارپوهان: پر روسیې باندي بندیزونه تاثیر نلري

د امریکا متحده ایالات وايي چي کریمیا د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت نه پېږني. متحده ایالاتو او اروپايي اتحاد د مخه لا پر روسیې باندي ځیني اقتصادي بندیزونه لګولي دي چي په کښي د ځینو روسي چارواکو پر سفرونو باندي بندیز هم شامل دی خو د چارو کارپوهان بیا په دې نظر دي چي دا کار به د کریمیا په برخه کي د ماسکو پر پریکړې باندي تاثیر ونکړي. د کریمیا په سیمه کي د مخه لا پر حکومتي ودانیوو باندي روسي بیرغونه زړېږي او خپل وخت یې هم د ماسکو د وخت سره دوه ساعته مخکي بیولی دی.

ایلن بیرمن په واشنګټن کي د امریکا د بهرني سیاست د شورا مرستیال دی. هغه وايي چې په دې کي هیڅ شک نسته چي د کریمیا روسي ژبي اکثریت خلګ د وروستیو انکشافاتو له امله راضي دي.

هغه داسي وايي ،،که ، د ریفورنډم په برخه کي، د کریمیا د نفوس په برخه کي او په سیمه کي د سیاست په برخه کي حقیقت وویل سي نو روسیه ډیر نفوذ لري خو که چیري دا ټول پېښ شوي هم نه وای ، بیا هم د کریمیا د خلګو اکثریت ځانونه اوکراینیان نه بلي.،،

بیرمن خبرداری ورکوي چي د سیمې په نورو سیمو کي هم روسان ژوند کوي او هغوي به هم ښايي د کریمیا مثال تعقیب کړي.

ښاغلی برمن وايي چې روسیه د مخه لا د مالدیویا په دنیستر سیمه کي نظامي حضور لري. دغې سیمې په ۱۹۹۰ کال کي خپله آزادي واخیستله او په ۱۹۹۲ کال کي یې د بیلتون غوښتونکو جګړه وکړه. د روسیې ځواکونه سیمې ته د سولې د تامین دپاره ننوتل خو بیرته ونه وتل.

کارپوهان: روسیه به پر ناټو ورنسي

بیرمن وايي چې روسیه به هیڅکله هم د ناټو پر غړو هېوادونو او اروپايي اتحاد باندي ورنسي او په همدغه دلیل د مالدیویا ولسمشر نیکولا تیموفي د اروپايي اتحاد د مشرانو څخه غواړي چي د اروپايي اتحاد سره دي د مالدیویا د یوځای کېدو لړۍ چټکه کړي. هغه داسي وايي ،،سیمه ایز جنجال ته په کتو سره چي د مالدیویا هېواد په کښي راښکېل دی، زه د رومانیې د ولسمشر سره موافق یم چي د اروپايي اتحاد سره دي د مالدیویا د یوځای کېدو لړۍ چټکه سي.،،

د کریمیا مسلې سیمه ایزې اندېښنې راپیدا کړي دي خو په عراق کي د امریکا پخوانی سفیر کریستوفر هېل بیا وايي چي تر ټولو ښه لاره یې دا ده چي د شمالي اتلانتیک تړون ختیځې اروپا او د بالکن هېوادونو خوا ته وغځېږي. هغه د مکدونیا مسله په خاصه توګه یاده کړه چي د اروپايي اتحاد سره یې د یوځای کېدو مسله د یونان سره پر یوه نوم باندي د جنجال په خاطر دریدلې ده. هغه داسي وویل ،،زه تل په دې باور وم چي مکدونیا چي د ناټو د غړي هېواد په توګه تل عمل کوي، باید د ناټو غړی هېواد سي.،،

د چارو کارپوه ایلن برمن د سفیر هېل سره موافق دی خو وايي چي د روسیې راتلونکي ګامونه به ددغه هېواد په اقتصادي قدرت پوري اړه ولري.
XS
SM
MD
LG