د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه غواړي، د سوریې ترهگرو ډلو ته مرستې و نه رسیږي


Aleppo Syria
Aleppo Syria

روسیې د ملگرو ملتونو امنیتي شوری ته یوه اعلامیه مخکي کړیده او په هغې کې د هغو هیوداونو غوښتل شوی چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد په مخالفینو نفوذ لري، په حلب کې میانه روه جگړا ماران د ترهگرو ډلو نه بیل کړي.

ملگرو ملتونو ته د روسېې سفیر ویټالی چرکن پرون د سه شنبې په ورځ وویل چې په دغه اعلامیې کې دا هم غوښتل شوي چې ترهگرو ډلو ته دي بشري او نوري مرستي نه ورکول کیږي چې ملگرو ملتونو د ترهگرو ډلو په لسټ کې شاملي کړیدي. دغه اعلامیه به د ١٥ غړیو هیوادونو لاسلیک کیدو ته ضرورت لري.

چرکن وویل چې روسیې او سوریې د حلب په ختیځ باندې د اتو ساعتونو لپاره هوایي بمبارۍ بندی کړیدي.دغه وخت د بشري مرستو د رسولو لپاره ټاکل شوی وو

په جنگ کی دغه وقفه اصلا مسکو پرون د دی لپاره اعلان کړ چې ولسی خلک، ناروغان، زخیمان او هغه یاغیان چې غواړي ، د دغه جنگ ځپلی ښارنه ووځي.

ملگرو ملتونو چې د څه وخت راهیسې یې د بشري مرستو رسولو لپاره په جنگ کې د اته څلویښت ساعتونو وقفی غږ کاوه، د روسیی ددې اعلان قدردانی کړیده.

په برتانیه کی دیره د سوریې د بشري حقوقو د څار ډلی ویلی دی، د قْطرجی سیمه ډیره زیاته تباه شویده او د ژغورنی عمله لگیا ده د ړنگو ودانیو نه ژوندي کسان را وباسي.

امریکا او ځیني اروپایی هیوادونو په روسیې او سوریې تور لگولی دی چې په حلب کې یې ظلمونه کړیدي، خو د روسیې چارواکي دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG