د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې له ایراني اډو پر سوريې بمبارۍ کړي


روسیې د ایران په همدان هوايي اډې کې خپلې الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
روسیې د ایران په همدان هوايي اډې کې خپلې الوتکې ځای پر ځای کړي دي.

روسیې په لومړي ځل له ایران څخه په سوریه کې بمبارۍ وکړې.د روسیې د دفاع وزارت وايي د تپولوف-ام۲۳ او سخوی-۳۴ جنګي الوتکې د ایران د همدان له هوايي اډې نه پروازونه کړي دي.

ویل کیږي چې د تېرکال له سپتمبر راهیسې چې روسيې د بشارالاسد د رژیم په پلوۍ پوځي کمپاین پیل کړی، دا لومړی ځل چې له ایران نه په سوریه کې هوايي بریدونه کوي.

روسیې څه موده مخکې د ایران د هوايي ځواکونو یوې اډې ته خپلې جنګي الوتکې واستولې. په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس وايي د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني د سه شنبې په ورځ وویل چې تهران او مسکو د ترهګرۍ پر ضد له یو بل سره خپل پوځي امکانات شریکوي.

ښاغلي شمخاني وویل " روسیه او ایران په سوریه کې د تروریزم پر ضد ستراتیژیکه همکاري لري او دغلته له یو بل سره خپل پوځي امکانات شریکوي".

داسې ښکاري چې روسیه په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ د پراخولو هلې ځلې کوي او راپورونه وايي چې مسکو له تهران او بغداد نه هم غوښتي چې د کسپین له بحیرې نه ورته په سوریه باندې د کروزو د توغولو اجازه ورکړي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي د سه شنبې په هوايي بریدونو کې په حلب، ادلیب او دیر الزورولایتونو کې یې د النصره جبهې مرکزونه په نښه کړي دي. د سوریې د لتاکیا په ایالت کې د روسیې دیره پوځيانو د بریدونو پر مهال د الوتکو مرسته کوله.

د رویټرز خبري اژانس وايي د روسیا۲۴ په نامه د روسیې تلویزون یو لړ تصویرونه خپاره کړي چې په کې په ایران کې دننه د روسیې درې جنګي او یوه ترانسپورتي الوتکه لیدل کیږي، خو معلومه نه ده چې په دغه اډه کې څومره روسيې سرتېري دېره کړل شوي دي.

تلویزون په خپل راپور کې وویل چې له ایران نه په پروازونو سره به د روسيې ۶۰فیصده وخت سپما او په سوریه کې به بمبارۍ زیاتې شي.

د روسیې مطبوعات وايي د تپولوف-ام۲۳ الوتکه ډېره لویه ده او په سوریه کې د روسیې په هوايي اډې کې یې ځایول ستونزمن وو، دغه الوتکې مخکې هم په سوریه کې بمبارۍ کړي دي.

د ایران د همدان هوايي اډه د دغه هېواد په شمال-لویدیځ کې ده او د روسیې جنګي الوتکې چې سوریې ته د عملیاتو لپاره ځي باید پر عراق واوړي.

XS
SM
MD
LG